شاته

پاکستان پوځ ته په افغانستان کې د عملیاتو واک ورکړی – چارواکی

د پاکستان د خزانې وزیر د سنا مجلس ته ویلي چې د شواهدو او ثبوتونو د ترلاسه کولو وروسته پوځ ته د ترهگرو پر ضد د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو اختیار ورکړل شوی دی.

اسحق ډار د پاکستان د سنا مجلس ته ویلي چې په پاکستان کې په اوسنیو ترهگریزو پیښو کې د افغانستان خاوره استعمال شوی ده او د ټولو ثبوتونو د ترلاسه کولو وروسته پوځ ته د ترهگرو پر ضد د پولې بل اړخ ته، افغانستان کې، د عملیاتو اختیار ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان په سنا مجلس کې د پښتون ملتپاله ډلې مشرانو د پاکستان پوځ ته په افغانستان کې د عملیاتو د اختیار ورکولو په غبرگون کې ویلي، پاکستان ته په کار دي چې په یو بل هیواد کې د عملیاتو د کولو پر ځای خپل هیواد له ترهگرو څخه پاک کړي او د ترهگرو پر ضد عملیات د افغانستان سره په گډه وکړي.

د پښتونخوا د ملي عوامي گوند سناتور عثمان کاکړ د امریکا غږ ډیوه رادیو ته ویلي " اسحق ډار چې کومه خبره وکړه هغه یې غلطه وکړه او مونږ یې غندوو. د پنجاب سیاستوال او یا حکمرانان د لیونتوب خبرې کوي. په نننۍ دنیا کې چې چا لیونتوب کړی هغوی تاوان لیدلی دی."

ښاغلی کاکړ وایي دا خبره ددې ملک په تاوان ده او "دا د ښه او بد ترهگر پالیسي چې دوی جاري ساتلی دا ددې ملک د بربادۍ بنیادي سبب دی."

له بلې خوا د عوامي نشنل گوند سناتور شاهي سید د امریکا غږ سره په خبرو کې د ترهگرۍ پر ضد د دواړو هیوادونو – افغانستان او پاکستان - د گډو عملیاتو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی سید وایي دوی دې خپل کور صفا کړي، او بل ته دی ووایي چې راشه وگوره زما کور صفا دی، نو ته هم خپل کور صفا کړه. هغه وایي "ددې مسلې واحد حال د دواړو ملکونو عرضي تمامیت ته په درناوي کې دی. دا نه چې بل گاونډي ملک ته ورشي او د هغه عرضي تمامیت ته تاوان ورسوي چې زه عملیات کوم."

ښاغلي سید وایي "غوره دا ده چې د افغانستان د حکومت سره کښینو او د پولې دواړو غاړو د امنیت په اړه خبره وکړای شي او ترهگر که هلته دي او که دلته، افغانستان دې د پاکستان او پاکستان دې د افغانستان خلاف نه استعمالوي."

په پاکستان او افغانستان کې د وروستیو ترهگریزو بریدونو او ځان وژونکو حملو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې چې لا دمخه خړې پړې وې، نورې هم ترنگیلې شوي دي.