د حلب جګړه
د سوریې حلب کې ډېرو کمو خلکو هغه بشري لارې کارولې، چې د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سيمو نه د وتلو لپاره ورته ټاکل شوې دي.
روسيې ويلي له ۱۵۰ زيات ملکيان له دې سيمو وتلي، خو مخالفانو بيا دا شمېر نه دی منلی.
د حلب کلابند ښار ختيځ کې شاوخوا درې سوه زره خلک خپلو مېنو کې بند پاتې دي.