د هند ایودیا ښار زیارت
د هند ايوديا کې هغه ځای ته ورځو ، چې ډېر باور کې نوح عليه السلام په کې ښخ شوی دی.
نوح ع به چېرې ښخ شوی وي، په هند کې؟
وبه يې نه منئ د هند په يوه داسې ښار کې چې د هندوانو گڼ معبدونه په کې دي.
يوه زيارت ته مسلمانان په دې سترگه گوري چې خورا سپېڅلى دى.
دا د ايوديا ښار دى. د مسلمانانو شمېر په کې لږ دى خو په لسگونو جوماتونه او گڼ لرغوني زيارتونه لري. دايې هم کيسه: