BBC
 شاته

زاخېلوال: پاکستان له چارشنبې د لارو پرانیستلو ژمنه کړې

پاکستاني پوځي چارواکو تېره اونۍ د دغه هېواد د سېند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې ټولې پولې سملاسي تړلې دي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني پوځي چارواکو تېره اونۍ د دغه هېواد د سېند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې ټولې پولې سملاسي تړلې دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر حضرت عمر زاخېلوال وايي، پاکستاني چارواکو ژمنه ورسره کړې، چې چارشنبه د فبروري ۲۲ مه به له افغانستان سره د تګ راتګ تړلې لارې پرانیزي.

بي بي سي سره خبرو کې نوموړي وویل ''لاره باید په هغه بڼه پرانیستل شي، چې پخوا وه. نه یوازې خلکو ته باید د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، بلکې سوداګرو او ګاډو ته هم باید د تګ راتګ اجازه ورکړل شي''.

پاکستاني پوځي چارواکو تېره اونۍ د دغه هېواد د سېند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې ټولې پولې سملاسي تړلې دي.

+ د تورخم پولې تړل یوازې جنازو ته اجازه ورکړل شوه

+ افغانستان پاکستان ته د ۸۵ 'ترهګرو' نوملړ ورکړی

+ پاکستان د هغو کسانو د ویشتلو امر کړی چې په ناقانونه توګه له افغانستان را اوړي

ښاغلي زاخیلوال وویل د پاکستان له پوځ او بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر له سلاکار سرتاج عزیز سره یې خبرو کې د تاوتریخوالي کمولو په موخه د پولو پرانیستلو او پر افغانستان د توپونو ګوزارونو درولو غوښتنه کړې.

ښاغلي زاخیلوال زیاته کړه ''د تاوتریخوالي کمولو کې زموږ درې عمده شرایط وو. لومړی د افغانستان خاورې ته د پاکستان له لوري د توپونو ویشتلو بندول، چې هغه بند شوي دي او دویم د لارو پرانیستل، چې موږ هیله مند یو سبا (چارشنبه) به پرانیستل شي، البته ژمنه شوې ده، نو و به ګورو، په هغه چوکاټ کې چې کوم اسناد چې د افغانستان له لوري موږ دوی ته وسپارل د هغې په څنګ کې موږ دغه خبرې درلودې.''

د پاکستان پوځ تېره اونۍ ویلي وو، چې په اسلام اباد کې یې د افغان سفارت چارواکي ور بللي او په افغانستان کې یې د "ترهګرو " پرضد د سملاسي عملیاتو غوښتنه ترې کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زاخیلوال وايي، موږ تل ژمن یو، موږ د ترهګرو تر منځ ښه او بد نه لرو

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور د تېرې جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي وو، چې افغان چارواکو ته یې د داسې ۷۶ "ترهګرو" نوملړ ور کړی، چې په افغانستان کې استوګن دي.

له هغه وروسته تېره ورځ د افغانستان حکومت وویل؛ د ترهګریزو روزنو ۳۲ مرکزونو نوملړ یې اسلام اباد ته سپارلی چې د پاکستان په خاوره کې دي او د افغانستان پرضد فعالیت کوي.

+ ډان: پاکستان پخپله د اشرف غني د پرانیستو دروازو سیاست رد کړ

+ پاکستان له افغانستان د ۷۶ "ترهګرو" د سپارلو غوښتنه وکړه

+ افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

اوس افغان سفیر وايي دوی پاکستان ته ویلي، که دې لړ کې کوم شواهد لري دوی سره یې باید شریک کړي:

''موږ تل ژمن یوو، موږ د ترهګرو تر منځ ښه او بد نه لرو، موږ هغه کسان چې پاکستان ته ګواښ دي، د ځان لپاره یې هم ګواښ بولو، خو موږ د پاکستان له لوري هم ورته ژمنه غواړو. ''

د انځور حقوق EPA
Image caption د پاکستاني پوځ تورنجنرال اصف غفور د تېرې جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي وو، چې افغان چارواکو ته یې د داسې ۷۶ "ترهګرو" نوملړ ور کړی، چې په افغانستان کې استوګن دي.

وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستان سېند ایالت کې د یوه مسلمان صوفي په زیارت کې لږ ترلږه ۷۰ کسان ووژل، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترېنګلتیا ډېره شوې ده.

که څه هم د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست، خو پاکستان وایي ددې برید عاملان په افغانستان کې پټ شوي دي.