BBC
 شاته

په کانګو کې لانجمنې کان کيندنې

د کانګو ديموکراټيک جمهوريت چې د مځکې پراخوالی يې د لوېديځې اروپا يا هم په ګډه د افغانستان او ايران په کچه دی، نړۍ کې د مسو او کوبالټ تر ټولو لوې زېرمې لري.

دغه هېواد کې راتلونکی نومبر ولسمشريزې ټاکنې کېږي. ښايي د منرالونو او طبيعي زېرمو له مخې د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد وي، خو د هرو لسو کانګوليانو ترمنځ يې اته تنه په خورا ډېرې بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د بی بي سي دې راپور کې په کټانګا ولايت کې د کان کيندنې چارو ته کتنه شوې، چې لسګونه زره خلک په کې د خپل ژوند چارو لپاره په لاسونو کيندنې کوي.