BBC
 شاته

د پښتني ژوند کړه وړه

Image caption کتاب کې وروسته لیکوال دا مسأله راسپړي چې لرغونو قومونو خو ټولو اسطورې لرلې...

لیکوال درویش درانی له په زړه پورې سریزې وروسته، خبره له اسطورې او اساطیري مفاهیمو پیلوي. څنګه چې اسطوره د انسان د ابتدايي ژوند تجربه ده او د هغو وختونو خبرې راته کوي چې انسان لا د طبیعت پر رازونو نه پوهېده او انسان له چاپېریال سره خپل اړیکي د همدغو اسطورو له لارې ټینګ کړي وو نو ښاغلی درویش هم د خپل کتاب پيل له اسطورې کوي.

دی اول اسطوره راپېژني، د لرغوني یونان، روم، هند او چین په زړه پورې اسطورې معرفي کوي او بیا د پښتنو په فولکلور کې د اسطورو څرکونه راښيي. دی د پښتنو اساطیري مفاهیم له غربي هغو سره پرتله کوي چې یقیناً د لوستونکو لپاره په زړه پورې دي.

مثلاً د باران په اړه چې کوم دود د پښتنو په منځ کې شته او دوی د لاډونګې په نامه نانځکه جوړوي، د یوې پېغلې په غېږ کې یې ورکوي او کور په کور یې ګرځوي، ورسره دا سندره بولي چې:

لاډونګه څه غواړي لاډونګه کونډه ده مېړه غواړي د آسمان خړې اوبه غواړي د مځکې شنه واښه غواړي لاډونګه یوه کاسه اوړه غواړي په مالګه یې تروه غواړي

Image caption د کتاب ژبه بې تکلفه، روانه او خوږه ده او سړی یې په لوستلو داسې احساس کوي چې یو حکیم سپین ږیری په حجره کې ناست دی، ورته کیسه کوي.

نجونې له کورونو اوړه او نور خوراکي شیان راټولوي، بیا یې په ګډه پخوي، مېله کوي او بیا لاډونګه (نانځکه) خښوي. ښاغلی درویش دې سره د ختيځې اروپا د خلکو هغه دود یادوي چې دې ته ډېر ورته دی.

وروسته بیا لیکوال دا مسأله راسپړي چې لرغونو قومونو خو ټولو اسطورې لرلې، خو ولې یونان د ایلیاد او اودیسې ادبي شهکارونه پيدا کړل او په فارسي کې شاهنامه ولیکل شوه خو په پښتو کې داسې څه ونه ‌شول.

بیا د پښتنو د تاریخي پړاو مختلفو پېرونو ته انتقادي تحلیلي کتنه کوي او د اوسني وضعیت په اړه یې خبره کوي. همدارنګه د پښتو او پښتنو د وروسته‌ پاتې‌والي عوامل بیانوي.

د ښاغلي درویش دراني دغه اثر په څو لحاظه ډېر مهم دی:

۱: د کتاب ژبه بې تکلفه، روانه او خوږه ده او سړی یې په لوستلو داسې احساس کوي چې یو حکیم سپین ږیری په حجره کې ناست دی، ورته کیسه کوي.

۲: نن سبا هرڅه په دومره چټکۍ سره بدلېږي چې د یوې ورځې خبره ممکن بلې ته پاتې نه شي.

له کلیو څخه ښارونو ته د خلکو مخه کول، د جګړو په وجه مهاجرتونه، د رسنیو زیاتېدل او د خلکو بوختېدل، هغه عوامل دي چې پخواني دودونه، کیسې او اسطورې په چټکۍ سره له ستوني تېروي. هغه څه چې تر موږ یو نسل مخکې وو، نن یې څرک په سختۍ سره لیدلای شو.

ښاغلي درویش د خپل ماشومتوب د وختونو داسې د سترګو لیدلی حال او اورېدلې خبرې راخوندي کړې دي چې که دا کار یې نه وای کړی، د هغو د هېرېدو او ورکېدو امکان ډېر زیات و. نو دې سره لیکوال یو ستر خدمت کړی دی. کاش چې د همدغو دودونو او اساطیري مفاهیمو په برخه کې لا نور کار هم وکړي او دغه بې‌سارې پانګه را وژغوري.

۳: درانی صاحب تاریخ بیانوي خو په انتقادي بڼه او د تاریخي پېښو په اړه خپل تحلیل لري. مانا دا چې د تاریخ وچ تکرار نه‌کوي. دی هڅه کوي چې له تاریخه د ژوند په ګټه کار واخلي، زموږ تېرې تېروتنې را په‌ ګوته کوي او په ګانده کې یې د مخنیوي لارې چارې را‌ښيي.

۴: ښاغلی درویش درانی د یوه پښتون په توګه د پښتنو درد، غم، ستونزې او ربړې احساسوي خو د ځینو نورو برخلاف، د دې پرځای چې نور زموږ د بدمرغۍ لامل وګڼي، موږ خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کوي او له دې حالته د راوتلو حل‌لارې راښيي.