شاته

افغان حکومت پاکستان کې د ۳۲ تروریستي روزنځایونو لیست اسلام اباد ته وسپاره

اافغان حکومت پاکستان ته د ۳۲ هغو تروریستي مرکزونو یو لیست نن سپارلی چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د وینا له مخې په پاکستان کې د افغان حکومت پر ضد په کې تروریستان روزل کیږي..

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی چې د دغو ۳۲ مرکزونو لیست په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن پاکستاني چارواکو ته سپارلی او له هغوی یې غوښتي چې د دغو مرکزونو په خلاف اقدامات وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: " په دغه لیک کې په تکراري ډول د حقاني شبکې په شمول د طالبانو د مشرانو او نورو تروریستي ډلو د ۸۵ چارواکو چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د جنایتونو د ترسره کولو مسئولیت ور دغاړې دی هم پاکستان ته تسلیم شوی تر څو پاکستان د هغوی په نیولو او افغانستان ته د هغوی سپارلو کې اقدام وکړي".

اعلامیه وايي چې د دغه لیست په اړه د پاکستاني چارواکو لومړنی ځواب مثبت و او موږ هیله لرو چې په دې برخه کې عملي اقدام ترسره شي.

اعلامیه وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځل بیا هیله کوي چې د پاکستان له حکومت سره په ګډه، په ځانګړي ډول د څلور اړخیز همغږۍ بهیر په ترڅ کې د لیستونو او د دواړو خواوو اندېښنو په باب په مسئولانه ډول اقدامات وکړي.

په دې اعلامیه کې افغان حکومت پر دې ټینګار کړی چې که چیرې د افغانستان د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام ومومي نو افغان حکومت به خپلو هڅو ته په ځانګړي ډول د تروریستي ډلو پر وړاندې د لا زیاتو بندیزونو لګولو لپاره د نړۍ والو میکانیزمونو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له لارې دوام ورکړي.

د افغان حکومت له خوا پاکستاني چارواکو ته د سپارلو وړاندې پاکستان هم په اسلام اباد کې یو افغان دیپلومات ته د دغه هېواد د پوځ قوماندانۍ ته ورغوښتی و او ورته یې د ۷۶ تنو یو لیست سپارلی و.

پاکستاني مقامات وايي چې دا ۷۶ تنه چې د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار د ډلې غړي دي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تروریستي فعالیتونه ترسره کوي.