BBC
 شاته

عبدالله عبدالله: ترهګرې ډلې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي

عبدالله د انځور حقوق CEO
Image caption عبدالله وویل د افغانستان دولت د خپل ځان، مال او ځمکنۍ بشپړتیا نه د دفاع لپاره په متحد ډول د خلکو په خوا کې ولاړ دی.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د پاکستان د ادعا په اړه چې ویلي یې دي د افغانستان په یوه برخه کې "ترهګرو" پناه اخیستي وویل؛ دا ډلې له طالبانو سره په همکارۍ کار کوي او په کومو سیمو کې چې طالبان واک لري، دا ډلې هم هلته وي او د طالبانو له ملاتړه برخمن دي.

د افغانستان دولت په وار وار پر پاکستان تور پوری کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي.

ښاغلي عبدالله چې نن (دوشنبه، حوت/کب ۲مه) یې د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې وویل؛ له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره حل لاره همکاري ده او زیاتوي چې له ګواښ او ګواښنو لارو ګټه اخیستل پایله نه لري او د همکارۍ مسیر بدلوي.

ښاغلي عبدالله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترېنګلتیا ته په اشارې وویل؛ دا پېښې د افغانستان د خلکو د اندېښنې لامل شوي، خو د افغانستان حکومت له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ټینګولو په لټه کې دي.

هغه وویل؛ د افغانستان دولت د خپل ځان، مال او ځمکنۍ بشپړتیا نه د دفاع لپاره په متحد ډول د خلکو په خوا کې ولاړ دی.

ښاغلي عبدالله وویل؛ افغانستان پخپله د ترهګرۍ قرباني دی او دا هېواد هېڅکله د هېڅ ترهګرې ډلې د راپیدا کېدو سرچینه وه او ټولې "ترهګرې" ډلې له افغانستان نه بهر رامنځته شوي دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې افغانستان له "ترهګرۍ" سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکړې وویل؛ د اسلامي دولت نومې ډلې د راپیدا کېدو له پیله دا کابل و چې دې خطر ته یې د نړۍ پام وروګرځوه.

ښاغلي عبدالله وویل؛ څه موده وړاندې د داعش یو قومندان قاري منیب د افغانستان امنیتي ځواکونو لخوا په ننګرهار کې ووژل شو‎.

د افغانستان دولت ادعا لري چې د داعش دغه قومندان د روښنایۍ غورځنګ پر لاریون، د باقر العلوم پر جومات او کابل کې پر نیپالي وګړو بریدونه طرحه کړي و.

ښاغلي عبدالله په دې ناسته کې وویل؛ افغانستان هېڅ وخت او هېڅکله په خپل بهرني سیاست کې د "ترهګرۍ" کارول مجاز نه دی بللی او د ترهګرو ډلو ترمنځ هېڅ توپیر نه دی کړی.

د افغانستان دولت په وار وار ادعا کړې چې پاکستان "ترهګر" په ښو او بدو وېشلي دي.

هغه په پاکستان کې د یوه صوفي مسلمان په زیارت کې ځانمرګي برید ته په اشارې د قربانیانو له کورنیو او پاکستان سره خواخوږي وښوده او ویې ویل چې افغانستان له "ترهګرۍ" سره د مبارزې په برخه کې تل همکارۍ ته چمتو دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (دلو/سلواغې ۲۸مه) یوه ځانمرګي بریدګر په سند ایالت کې لږ ترلږه ۷۰ کسان ووژل.

پاکستان تردې برید وروسته له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې.

+ کابل:‌ د لارو په تړلو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه شي کېدای

ښاغلي عبدالله وویل: "د ترهګرو ډلو په ملاتړ د افغانستان تورنول واقعا جفا ده. زموږ سیاست د سولې دی او په دېرو مواردو کې مو حقایق په روښانه او څرګنده توګه په رسنیو کې نه دي مطرح کړي."

هغه وویل؛ امنیتي ځواکونو ته هم امر شوی چې د ترېنګلتیا رامنځته کوونکي عمل نه ډډه وکړي، خو له افغانستان نه د دفاع په برخه کې حق لري هرډول ګام پورته کړي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس وویل؛ پر افغانستان تور لګول بې بنسټه دی، ستونزه بل چېرته ده او په یوه وخت کې دا ډلې جوړې شوې، متاسفانه دا ډلې پیاوړې هم شوې.

هغه وویل؛ ددې ډلو طبیعت دا دی چې له دولت او دولتدارۍ سره مقابله کوي او خپل نظام لري او هر هېواد چې له دغو ډلو ملاتړ کوي نو پایله یې لیدلې ده.