BBC
 شاته

جنرال دوستم له مياشتو وروسته خپل دفتر ته ستون شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي دوستم له ولسمشر غني سره د اختلاف له امله د افغان دولت د مشرۍ غونډو کې له برخې اخيستو او خپل کاري دفتر ته له تلو ډډه کړې وه

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له څه کم دريو مياشتو وروسته بېرته د خپلې دندې لپاره کابل کې خپل دفتر ته تللی دی.

ښاغلي دوستم له ولسمشر غني سره د اختلاف له امله د افغان دولت د مشرۍ غونډو کې له برخې اخيستو او خپل کاري دفتر ته له تلو ډډه کړې وه.

اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

'د جنرال دوستم د قضیې په اړه پلټنې روانې دي'

"افغان چارواکو تراوسه د جنرال دوستم نهه ساتونکي نه دي نيولي"

د ښاغلي دوستم د وياندانو په وينا نوموړی د افغانستان شمالي ولايتونو ته د امنيت د خونديتوب او د اورپکو پر وړاندې د خلکو د مرستې لپاره تللی و.

په دغه موده کې د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي ادعا وکړه، چې د ښاغلي دوستم ساتونکو وهلی، ډبولي، کالي يې ترې ايستلي او تېری يې پرې کړی دی.

دغه قضيه تراوسه لا هم پاتې ده، د افغاستان لويې څارنوالی د ښاغلي دوستم د ساتونکو د نيولو امر کړی و خو ويل کېږي تراوسه نه دي نيول شوي.