BBC
 شاته

پاکستان د هغو کسانو د ویشتلو امر کړی چې په ناقانونه توګه له افغانستان را اوړي

پاکستان افغانستان
Image caption د لعل شهباز قلندر پر مزار تر ځانمرګي برید وروسته په پاکستان کې د افغانانو نیول بیا پېل شوو.

پاکستان د ډيورنډ کرښې د تړلو تر اعلان وروسته اوس خپلو ځواکونو ته پر کرښه د هر هغه کس د ويشتلو امر کړی، چې په ناقانونه توګه د پاکستان غاړې ته د اوښتلو هڅه کوي. د ځينو پاکستانيو رسنیو په خبره د دغه هېواد پوځ تورخم، چمن او انګور اډه دروازو ته نور سرتېري لېږلي دي.

ځينې سرچينې دا هم وايي، چې پاکستاني امنيتي اورګانونو ډيورنډ کرښې ته نژدې ټانکونه استولي دي.

د تورخم، چمن او انګور اډې لارې چې نن (دوشنبه د فبروري ۲۰مه) څلورمه ورځ لا هم پاکستان تړلې دي، د کرښې دواړو غاړو ته مېشت قبایل، ولسي وګړي او هغه ناروغان چې د درملنې په موخه له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د پاکستاني امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو نیول

له دې سره چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د افغانانو نیول پېل شوي، په پنجاب او سند ایالتونو کې امنيتي اورګانونو ډېری هغه پاکستان مېشتي پښتانه هم نیولي، چې هلته په کاروبار پسې تللي دي.

+ افغانستان پاکستان ته د ۸۵ "ترهګرو" لست ورکړی

+ افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

+ پاکستان له افغانستان د ۷۶ "ترهګرو" د سپارلو غوښتنه وکړه

د دغه هېواد د امنيتي سرچینو په خبره د کوټې، پېښور او لاهور په ګډون په بېلابېلو سیمو کې تراوسه د درې سوه په شاوخوا کې افغانان نیول شوي، چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، له قانوني اسنادو پرته دلته اوسېدل.

پاکستاني چارواکي وايي دا د عمومي پلټنې او ترهګرو د ځپلو عملیات دي.

خو په لاهور او د پنجاب په نورو سیمو کې ډېری هغه پښتانه کاروباریان هم نیول شوي، چې له پښتونخوا، قبایلو او بلوچستان څخه له تېرو څو لسیزو راهیسې هلته کاروبار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځينې سرچينې وايي، چې پاکستاني امنيتي اورګانونو ډيورنډکرښې ته نژدې ټانکونه استولي دي.

د پنجاب ایالت په شیخوپوره ولسوالۍ کې پولیسو د جبار په نامه یو ځوان نیولی، چې هلته يې له تېرو شپږو کلونو راهیسې کاروبار کاوه. د جبار د تره زوی بي بي سي ته وویل، دوی د پښتونخوا اوسېدونکي دي، پاکستاني شناختي کارټونه او هر څه لري او دغه ځوان له هېڅ وسله والو سره تعلق هم نه لري، خو بیا هم د یوه مشکوک په حیث داسې مهال نیول شوی، چې په سړکونو يې چای پلوره.

+ میرکل: "اسلام د ترهګرۍ سرچینه نه ده"

+ کابل:‌ د لارو په تړلو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه شي کېدای

+ پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی

بي بي سي د همدې پولیسو تاڼې له مشر ربنواز څخه وپوښتل، په کوم تور يې دغه ځوان نیولی؟ یاد مشر يې په ځواب کې وویل، "موږ داسې ډېری پښتانه نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې کوو. ځکه چې د همدوی په کورونو کې وسله وال پناه اخلي، پلان جوړوي او بیا په پنجاب کې د ترهګرۍ پېښې کوي."

دې پاکستاني پولیس که څه هم د نیول شویو پښتنو افغانانو شمېر څرګند نه کړ، خو وايي له پرونه راهیسې يې داسې ډېری کسان نیولي دي.

که څه هم په پاکستان کې د افغانانو پر نیولو افغان دولت د تېري شنبې په ورځ اندېښنه څرګنده کړې وه، خو خپله په پاکستان کې هم پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د پولې په تړلو او د بې وزله افغانانو په نیولو غبرګون څرګند شوی دی.

یوه پاکستاني خبریال طه صدیقي په خپل یوه ټويټ کې ليکلي، "پاکستاني امنيتي اورګانونه بې وزله افغانان ځوروي، خو کوټې شورا او حقاني شبکې ته هيڅ نه وایي".

د انځور حقوق Twitter

پاکستان د سند ایالت په سېهون کې د لعل شهباز قلندر پر مزار تر ځانمرګي برید وروسته پر ډيورنډکرښه له افغانستان سره د ټولو لارو تړلو اعلان وکړ او ورسره يې د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې چاڼیز عملیات پېل کړل.

د دغو عملياتو په ترڅ کې په سلګونو کسان نیول شوي، چې په کې ډېری پښتانه افغانان دي.