BBC
 شاته

د ترکيې ناکامې کودتا په تړاو له زرو ډېر نور پوځيان ګوښه شوي

Image copyright Getty

د ترکیې حکومت په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور نور ۱۳۸۹ پوځيان له دندو ګوښه کړي دي.

روانه مياشت ترکيه کې د ولسمشر رجب طيب اردوګان د حکومت پر ضد د ناکامې کودتا له هڅې وروسته تراوسه ټول ټال شاوخوا ۳۰۰۰ تنه پوځيان له دندو ګوښه شوي دي.

له دې وړاندې د شنبې په ورځ د ترکيې ولسمشر ويلي وو چې غواړي په استخباراتي ادراو او پوځ مخامخ کنټرول ولري.

د جولای مياشتې ۱۵ نېټې کودتا کې لږ ترلږه ۲۴۶ تنه وژل شوي، د ترکيې ولسمشر د کودتا پړه پر امریکا مېشتي ترکي عالم فتح الله ګولن اچوي، خو نوموړی دغه تورونه ردوي.

همدا ډول ولسمشر اردوګان ويلي، ټول پوځي ښوونځي به وتړل شي او پر ځای به يې يو ملي پوځي پوهنتون جوړ شي. د نوموړي په وينا د ترکې پوځ شمېر کمېدای شي خو وسلې به يې زياتې کړل شي.

ښاغلی اردوګان وايي د ترکيې د ملي امنيت او د پوځ مشري غواړي د ولسمشر تر واک لاندې وي او په دې اړه به په قانون کې بدلون راولي.

د يادولو وړه ده چې په ترکيه کې له کودتا وروسته شاوخوا ۱۸۰۰۰ زره تنه نيول شوي او د عامه سکتور په برخه کې له ۶۰ زرو ډېر کسان له دندو ګوښه شوي دي.

پر دې سربېره ۱۴۲ رسنۍ تړل شوې او ګڼ شمېر خبريالان نيول شوي دي.