شاته

ملگري ملتونه د میانمار له مشرۍ غواړي د روهنگیانو غم وخوري

د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو لوړ رتبه چارواکی زید رعد الحسین د میانمار له مشرۍ انگ سانسوچي نه غواړي چې له خپل اخلاقي قدرت نه کارواخلي.

د میانمار په مشره انگ سانسوچې باندی بین المللی فشار زیات شویدې چې د روهنگیامسلماناو د بدي ورځي په غم خوړلو کې ناکامه شویده.دغه مسلمان اقلیت چې د میانمار د راخین په ایالت کې اوسیږَي اود تعقیب سره مخامخ دي.

مگر داسي نخښي نښاني څرگندي شویدي چې ښايې دغه وضعه بدله شي. د بشري حقوقو لپاره د ملگرو ملتونو دعالي کمیشنر نطاقه راویناشمداسانيده .

شمداساني امریکا غږته وویل، عالی کمیشنر د رواني میاشتي په سرکې شخصآ د انگ سانسوچې سره په تلیفون کې خبري وکړي.دغه خبري وروسته د هغو تحقیقاتو د نتیجوله خپریدونه وشوي چې وايې، د روهنگیا په خلاف د میانمار پوځ د عام قتل مرتکب شویدي. شمداساني وايي«

دي بیخي ټکان وخوړچې دغه نتیجي يي واوریدي او وویل چې دا به پدي برخه کې تحقیقات وکړي.دوي نورو شواهدو ته ضرورت لري.عالی کمیشنر له دي نه وغوښتل چې د خپل ټول اخلاقي قدرت نه کار واخلي چې د بغاوت ضد عملیات پای ته ورسوي.»

د اکټوبر د میاشتی د ٩ نیټې نه راپدي خوا چې د راخین په ایالت کې نظامي عملیات پیل شویدي تقریبآ٦٩٠٠٠زره روهنگیا بنگله دیش ته تښتیدلي دي. ملگروملتونوله دغو خلکونه د ٢٢٠تنوسره مرکي کړیدی چې دايي دنه زغم وړ بی رحمي او ظلم بللی ووچې پدي کې دسته جمعي بی عفته کیدل،وژل او لادرکه کیدل شامل وو.

شمداسانی وايې، عالی کیشنر پدی پوهیږی په دغه انتقالي دوره کې ستونزي لري. مگر دي زیاته کړه، دی پدي عقیده دی چې دغه تاوتریخوالي او د روهنگیا کړاو بیساری حد ته رسیدلی دی او سنگ سانسوچې باید له خپل اخلاقی قدرت نه کارواخلی. شمداسانی بیا وايې،

«دا ډیره مهمه ده چې خلک دلته له ډیر لوړ مقام نه دي ته اشاره کوي چې دغه ډول سلوک د منلووړندی او پدی برخه کې به حساب کتاب وشي.ښايې، دا به ډیر وختي وي چې وویل شي،دا به په میانمار کې د روهنگیا لپاره اخري کامیابي وي. مگر موږ پدی عقیده یو چې دا د کامیابي په لورحرکت دی.ددغي موضوع د کامیابی په لور یو تحرک شته .»

کیدای شی چې د روهنگیا لپاره دا یوښه زیري وي چې میانمار پدې هفته کې خپل نظامی عملیات په راخین ایالت کې پاې ته رسولي دي.