شاته

غني: افغانستان د ۲۰ نړیوالو تروریستي ډلو سره په جنګ دی

ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په کنفرانس کې نړیوالو ته وویل چې افغانستان د ۲۰ هغو ترهګرو ډلو سره د جنګ په لومړۍ کرښه کې دی چې امریکا او ملګري ملتونه یې د تروریستي ډلو په توګه پېژني.

ښاغلي غني وویل هېواد یې " د خپلې ازادۍ لپاره نه بلکې د نړۍ د امنیت لپاره مبارزه کوي".

ښاغلي غني زیاته کړه " د افغانستان جنګ داخلي جنګ نه دی، بلکې دا تروریزم او د نشه يي توکو د قاچاقو پر ضد جنګ او د دواړو هېوادونو- پاکستان او افغانستان- ترمنځ نا اعلان شوی جنګ دی".

جمهور رئیس غني نن د شنبې په ورځ د مونیخ په نړیوال کنفرانس کې دا خبره هم وکړه چې د هلمند، کابل، کندهار او د پاکستان په سند کې د شهباز قلندر په زیارت کې شویو بریدونو وښودله چې تروریستان ښه او بد نلري.

د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر غني وویل " تر څو چې د ښو او بدو تروریستانو ترمنځ فرق موجود وي، موږ دا لوبه بایلو. خو که دا فرق نه وي او یو بل ته لاسونه ورکړو او ځواکونه سره منظم کړو، بیا یې ګټلی شو. موږ د ترهګرو پر ضد دا کار کولی شو، وبه یې کړو او بریالي به شو".

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل هاغسې چې نړیوال د ۱۹ او ۲۰ پېړیو د ازماېښتونو لپاره لاسونه سره ورکړل د " تروریزم" په دغه ازماېښت کې هم منظم کېدلی شي او لاسونه له یو بل سره ورکولی شي.

د مونیخ په کنفرانس کې د نړۍ د څه باندې ۳۰ هېوادونو مشران او د ۸۰ هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران برخه لري، ولسمشر غني د همدغه کنفرانس په څنډو کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال مایک پینس سره هم ولیدل او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې وکړلې.

ښاغلي غني داسې مهال د ترهګرۍ پر ضد د نړیوال انسجام غوښتنه کوي چې له پاکستان سره یې د هېواد اړیکې خرابې شوي دي.

پاکستان دعوه لري چې د شهباز قلندر د زیارت بریدګر په افغانستان کې دي، خو افغانستان وايي د برید مسولیت د داعش ډلې اخیستي چې په افغانستان کې یې هم سلګونه کسان وژلي او ژوبل کړي دي. کابل له اسلام اباد نه غواړي چې د ترهګرو پر ضد له کوم توپیر پرته ګډه مبارزه وکړي.