BBC
 شاته

د پاکستانۍ فلمي لوبغاړې سبا قمر 'خواشیني'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امیتاب بچن او جیا بهادري 1973 کال کې واده کړی

د هند فلمي نړۍ بالیووډ کې تېره اوونۍ د یوې ملیمستیا په تړاو خبرې اورېدل کېدې. دغه میلمستیا دوو مشهورو فلمي لوبغاړو خویندو، کرشمه کپور او کرینه کپور د خپل پلار رندهیر کپور د ۷۰ کلیزې په مناسبت کړې وه.

بل لور ته د کرینه کپور او ممبۍ د یوه وتلي سوداګر سندیپ توشنیوال تر منځ د نژدېوالی خبرې هم کېږي.

سندیپ هم دغه میلمستیا ته بلل شوی و او اټکل کېږي، چې دوی دواړه به ژر دغې خپلوۍ ته نوی نوم ورکړي.

هغه مدهوبالا چې نیمايي ښکلا یې پټه پاتې شوه

کرینه: هرې هنرمندې ښځې ته د سیف په څېر مېړه پکار دی

شاه رخ خان د امیتابچن کومې سپارښتنې مني؟

دغه میلمستیا کې امیتاب بچن او ریکها هم تر یوه چت لاندې ناست وو، چې له کبله یې د امیتاب د پخواني ملګري او هندي سیاستوال امر سنها هغه ګنګوسې نورې هم زورورې شوې، چې ویلي و، امیتاب او مېرمن یې جیابچن له کلونو راهیسې ګوښی ژوند کوي.

که څه هم امیتاب بچن تل د ریکها په اړه له پوښتنو ځان ژغوري، خو دغه میلمستیا کې د دوی دواړو ګډون یو شمېر پوښتنې راپورته کړې، چې ښايي امیتاب یې ځوابول و نه غواړي.

د کنګنا راناوت واده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رنګون نومي فلم کې له کنګنا سره سیف علي خان مهم رول لري

د هندۍ فلمې لوبغاړې کنګنا راناوت په اړه دا ویل ګران دي، چې کله تمثیل کوي او کله رښتیا وايي.

د بېلګې په توګه نوموړې دا وروستیو کې له سیف علي خان سره د هغې ګډ فلم ' رنګون ' نندارې ته وړاندې کېږي او هغې یو تازه انکشاف دا کړی، چې د ژوند یو ملګری لري او ژر به واده هم وکړي.

هغې د چا نوم یاد نه کړ، خو له دې مخکې د ریتک روشن او ادیته پنچولي نومونه یاد شوي، چې ګواکې ښايي هغه یې د ژوند د ملګري په توګه وټاکي.

په هر صورت اوس دا ویل ګران دي، چې د کنګنا نوې څرګندونې د فلم مشهورولو د فعالیت یوه برخه ده او که دا ځل نوموړې رښتیا د نوي ژوند پیلولو جدي پرېکړه کړې.

د سبا قمر خواشیني

پاکستانۍ ممثله سبا قمر له ' هندي میډیم ' نومي فلم سره لومړی ځل د هند سینما پر پرده څرګندیږي، خو له هغه مخکې د نوموې یوې ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د هغې ښه هرکلی نه دی کړی.

له همدې کبله اغلې قمر نن سبا له یوې ستونزې سره مخامخ ده.

له نوموړې یو مهال د پاکستاني ټلویزیون یوې خپرونې کې پوښتنه شوې وه، چې که له هندي هنرمندانو سره د تمثیل فرصت ومومي او غواړي پلمه وکړي، دا به څه ډول پلمه وي؟

د انځور حقوق SABA QAMAR/FACEBOOK
Image caption هندي میډیم بالیووډ کې د سبا قمر لومړی فلم دی

سبا په هغه مرکه کې سلمان خان بې لارې، رتیش دیش موک د اوسط معیار ممثل بللی و او له عمران هاشمي سره یې د فلمي رول له کبله د خولې سرطان پر ناروغۍ د اخته کېدو پلمه کړې وه.

دا یوه پخوانۍ خبره وه، چې د ټوکې په توګه ویل شوې وه، خو اوس دغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ګڼو کسانو کتلې او سبا یې له کبله خواشینې ده.

که څه هم هغې بښنه غوښتې، خو ښايي دا یې هم زده کړي وي، چې خپله خوله هم کلا ده او هم بلا، ځکه هېڅ معلومه نه ده، چې انسان له چا سره او کله په څه حیثیت مخامخ شي.