BBC
 شاته

'که له هېواده بهر ځئ، موبایل مو کور کې پرېږدئ!'

د انځور حقوق Getty Images

'' کله چې د هېواد له پولو بهر ځئ، موبایل ټیلیفون مو کور کې پرېږدئ. ''

دا هغه حیرانونکې توصیه ده، چې پر یوه بلاګ لیکل شوې او په پراخه کچه لاس په لاس کېږي.

مخترع یې هم سوفټ ویر انجنر کیونسي لارسن دی، چې له دې مخکې یې د شخصي ډیټا خوندیتوب په اړه لیکلي وو.

له نوموړي سره دا اندېښنه راپورته شوې، چې که تاسې د هېواد له پولو تېرېږئ، ښايي شخصي ډیتا مو له خطر سره مخامخ شي. د نوموړي دغه اندېښنه هغه مهال نوره ډېره شوه، چې تېره میاشت د ناسا یوه انجنر سډبکاناور له امریکا ووت.

کله چې نوموړی له چلي نه بېرته امریکا ته ستون شو، ویل کېږي، چې پرې د هغه موبایل پاسورډ څرګندولو لپاره فشار راوړل شو، چې ناسا ادارې ورکړی و.

هغه بالاخره خپل موبایل او پاسورډ چارواکو ته ورکړل او هغه ته د تلو اجازه ورکړل شوه. لارسن دا یوه خطرناکه بېلګه بولي او وايي:

'' هغه څه چې موږ وینو دا دي، چې هر څوک له ګمرک ته تلونکې لارې نیول کېدای او د ډیجیټل ژوند په اړه د معلوماتو څرګندولو ته اړ ایستل کېدای شي. ''

نوموړی وايي موږ ته دا هم معلومه ده، چې د کورني امنیت نوی وزیر جان کیلي د امریکا ویزا لپاره غوښتنلیکونو وړاندې کونکو نه غوښتي، چې پر ټولنیزو رسنیو د خپلو اکاونټونو معلومات او پاسورډونه چارواکو ته ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images

د جمهوریتپال ګوند یوه کانګریس غړي د پنجشنبې پر ورځ په ډېر ویاړ سره اعلان وکړ، چې د امریکا ویزا غوښتونکو لپاره د پاسورډ معلوماتو وړاندې کولو په تړاو یې قرارداد وړاندې کړی دی.

کیونسي لارسن وړاندوینه کړې، چې د مساپرو له موبایلونو د موادو کښته کولو پالیسي به نه یوازې امریکا، بلکې ټوله نړۍ کې پلي شي.

د کیونسي لارسن لارښوونه دا ده، چې کله له هېواده بهر ته سفر کوئ، لپ ټاپ او موبایل مو کور پرېږدئ.