د موصل د ازادولو جګړه
عراقي ځواکونه د داسې تازه عملياتو لپاره ځانونه چمتو کوي، چې غواړي د "اسلامي دولت" نومې ډلې اورپکي په کې له موصله وباسي.
موصل د عراق وروستۍ لويه ښاري سيمه ده، چې لا تر اوسه د دغې ډلې ولکه ده.
تېره مياشت حکومتي ځواکونو د موصل نیمه ختيځه سيمه ونيوله، او د دې دعوا يې کوله چې دا سيمه يې په بشپړه ازاده کړې ده. خو له ۷۰۰ زرو زيات وګړي لا بيا هم د ښار لوېديځه برخه کې دي.