مرکزي افريقا کې د کړکېچ ارامۍ هڅه
ملګري ملتونه وايي غواړي د مرکزي افريقا جمهوريت کې د ملېشو پر وړاندې اضافي ځواکونه وکاروي، چې ګډوډۍ ته د دغه هېواد د ورښويېدو مخنيوی وکړي.
د ملګرو ملتونو زرګونه سوله ساتي ځواکونه درې کاله مخکې د ټولوژنو وېرو کې دغه هېواد ته واستول، کله چې د مسيحيانو او مسلمانانو سيالو ملېشو يو د بل پر وړاندې په جګړه پيل وکړ.
بمباري ښارګوټي کې، چې زرګونه ملکيانو پنا وروړې، ملګرو ملتونه هغه مهال مداخلې ته اړ شول، چې يوې وسلې والې ډلې دې ښار ته د ورننوتلو هڅه کوله.
د بي بي سي دې ځانګړي راپور کې ځينې انځورونه ښايي بوږنوونکي وي.