BBC
 شاته

'افغان حکومت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی'

د انځور حقوق EPA
Image caption سند ایالت کې پر زیارت له برید وروسته پاکستان له افغانستان سره خپله پوله وتړله

افغان حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د تېرو څو ورځو په اوږدو کې پر افغانستان د توغول شویو توغندیو په اړه توضیحات ورکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر د دغه هېواد له لوري د افغانستان لور ته د توغندیو ویشتلو او د نژدې ۱۰۰ افغانانو نیولو لړ کې د اعتراض په توګه احضار کړی و.

"افغان او پاکستاني مشرانو د ترهګرۍ ضد همکارۍ هوکړه وکړه"

د تورخم پولې تړل

په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې، راغلي چې افغان حکومت د خپلې خاورې پر ختیځه برخه د پاکستان توغندیو بریدونه غندلي دي او ادعا یې کړې، چې له دې کبله لسګونه افغان کورنۍ اړ شوي، چې خپل کور، کلی پرېږدي.

په یو شمېر نورو رپوټونو کې ویل شوي، چې د دغو توغندیو د بریدونو پایله کې افغانستان کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز په پاکستان کې د ۱۰۰ افغانانو نیول کېدو په اړه خواشیني څرګنده شوې او له پاکستانه غوښتل شوي، د پولې پر سر هغه لارې پرانیزي، چې دغه هېواد تړلې دي.

پاکستان حکومت په سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر مزار کې له ځانمرګي برید سملاسي وروسته له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې.

هغه برید کې چې د پنجشنبې پر ورځ وشو، له ۷۰ ډېر کسان وژل شوي وو او نژدې ۲۵۰ نور ټپیان شوي وو.

پاکستان حکومت پر افغانستان تور پورې کوي، چې هغو وسله والو ته یې خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي، چې د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

افغان حکومت دغه ادعا ردوي او وايي، چې د ترهګرۍ اصلي قرباني افغانستان دی او پر پاکستان تور پورې کوي، چې د افغان حکومت مخالفو وسله والو ډلو ته یې خپله خاوره کې ځای ورکړی دي.