شاته

شهیم:د پاکستان لست څېړو، خو هغوی باید اقدام وکړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي د پاکستان ۷۶ کسیز لست څیړي، خو ټینګار کوي چې پاکستان دې هم د افغان حکومت له خوا د سپارل شوو لیستونو په تړاو عملي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت د تروریسټي ډلو په اړه له هر ډول معلوماتو څخه هرکلی کوي.

جنرال شهیم وویل "موږ دا لست څیړو او که چیرې زیاتو اسنادو ته اړتیا وي له هغوی څخه یې غواړو، خو موږ زیات لیستونه له زیاتو شواهدو او مدارکو سره د پاکستان لوري ته سپارلي، هیله لرو چې هغوی صادقانه عمل ولري."

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سند ایالت په سیهون سیمه کې پر لال شهباز قلندر زیارت باندې له برید وروسته د پاکستان پوځ افغان چاروکو ته د ۷۶ تروریستانو نومونه وسپارل او ادعا يې وکړه، چې دغه شمیر کسان په افغانستان کې میشت او فعالیت کوي.

جنرال قدم شاه شهیم دغه راز، هغو هیوادونو ته چې پر وینا یې له تروریزم څخه ملاتړ کوي خبرداری ورکړ او ویې ویل، هغه کسان چې تروریستي ډلې تمویلوي او هغوی ته مشروعیت ورکوي، له نه جبرانیدونکو ستونزو سره به مخ شي.

د افغان امنیتي چارواکو پر وینا، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې راکټي بریدونه پیل کړي او دغه راز، د سند په ایالت کې پر لال شهباز قلندر زیارت باندې له برید وروسته، د پاکستان حکومت د تورخم او سپین بولدک – چمن دروازې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې پرون ماسپښین یې په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حُسین احضار کړی او د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځ کې د راکټي بریدونو، په راولپینډۍ او اسلام‌اباد ښارونو کې د ۱۵۰ افغانانو نیولو او د تورخم او سپین بولدک – چمن د دروازو په اړه يې له هغه څخه د وضاعت غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم په دې اړه وویل چې د ډیپلوماټیکو سرچینو له ځواب وروسته موږ بشپړ تیاری لرو چې له خپلې خاورې دفاع وکړو.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په سند کې د شهباز قلندر په زیارت کې برید وشو چې شاوخوا ۸۸ تنه یې ووژل، پاکستان تور لګوي چې د زیارت بریدګر په افغانستان کې دېره دي.