BBC
 شاته

فارياب کې له بشري حقونو د سرغړونو تورونه

د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې ويلي افغان حکومت بايد هغه ملېشې محاکمه کړي چې د افغانستان شمال فارياب ولايت کې د ملکيانو پر وژنه او نورو تېريو ګرم دي.

نيويارک مېشتې هيومن رايټس واچ ټولنې ويلي دوی د فارياب دولت اباد ولسوالۍ کې له يو بريد ورسته له ځايي خلکو سره خبرې کړې، او په وينا یې له بشري حقونو د سرغړونو بېلګې يې غونډې کړې دي.

دا ټولنه وايي فارياب کې دا تېر جون د افغان پوځ او جنبش ځواکونو له عملياتو وروسته ملېشو لږ ترلږه ۱۳ کسان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.