BBC
 شاته

افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

سند کې پر زيارت بريد

د پاکستاني پوځ لخوا په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د اورپکو پر ضد عملياتو وروسته يو شمېر وسله وال چې ډېری يې د پاکستان د طالبانو د تحريک غړي ول، افغانستان ته واوښتل.

دوی ترډېره د افغانستان په ختيځ کې په هغو سيمو کې مېشت دي چې فکر کېږي د افغان حکومت په کنټرول کې نه دي. په دغو اورپکو کې ځينې وروسته "اسلامي دولت" ډلې يا داعش ته ولاړل.

پاکستان له افغانستان د ۷۶ "ترهګرو" د سپارلو غوښتنه وکړه

کابل:‌ د لارو په تړلو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه شي کېدای

افغان حکومت ټينګار کوي چې دغه اورپکي په نښه کوي او په تېرو دوو کلونو کې يې د پاکستاني طالبانو يو شمېر قومندانان وژلي دي.

په پاکستان کې چې کله هم بريد وشي نو چارواکي يې ګوته افغانستان ته نيسي.

پاکستان د افغانستان د استخباراتو د ادارې پر غړو او همداراز د هندوستان پر استخباراتي ادراې (RAW) تور لګوي چې د هغو اورپکو ملاتړ کوي چې د پاکستان پرضد بريدونه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکي پاکستان تورنوي چې هغه اورپکي په خپل هېواد کې ساتي چې پر افغانستان او هندوستان بريدونه کوي.

افغان حکومت د پاکستان دا ادعاوې "دوه مخي" بولي او پر پاکستان تور لګوي چې د "ښو" او "بدو" اورپکو توپير کوي.

افغان چارواکي پاکستان تورنوي چې هغه اورپکي په خپل هېواد کې ساتي چې پر افغانستان او هندوستان بريدونه کوي.

دوی په پاکستان کې د يو شمېر جګپوړو اورپکو مشرانو موجوديت او د امريکا په بريدونو کې د هغو وژل کېدو ته ګوته نيسي لکه اسامه بن لادن او د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان تورخم کې له افغانستان سره خپله پوله تړلې ده

د تورونو لګولو لوبه اوس يوه عادي چاره ګرځېدلې ده ځکه افغانستان او پاکستان دواړه يو پر بل د نيابتي جګړې لپاره د اورپکو ډلو د کارولو تورونه لګوي.

د پاکستان لخوا د ګډې پولې تړل او نوي تورونه د دواړو حکومتونو تر منځ هغه لږ باور نوره هم لږ کړی.

دغه مطلب په انګليسي ژبه کې دلته لوستلای شئ