BBC
 شاته

۷ کلنې نجلۍ ګوګل کې دنده وغوښته او د ګوګل مشر ور سره ومنله

د انځور حقوق Chloe Bridgewater
Image caption د ۷ کلنې کلويي بریچ واټر لیک چې د ګوګل مشر ته یې کاږلی دی.

یوې ۷ کلنې نجلۍ د ګوګل مشر ته لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې په دغه شرکت کې دنده ور کړي.

د ګوګل مشر سانډرا پیچای هم په خپل لاسلیک سره ځوابي لیک ور لېږلی او د دندې ور کولو ژمنه یې ور سره کړې ده.

* د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی

* ۹ کلنې نجلۍ څنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟

* ولسمشر اوباما ته د شپږ کلن ماشوم لیک

کلويي بریچ واټر په خپل لیک کې کاږلي، چې له پلار سره یې د خپل راتلونکي کار په اړه له خبرو وروسته پرېکړه کړې، چې په ګوګل کې وګومارل شي.

هغې په خپل لیک کې ویلي "د ګوګل ګران مشر"

کلويي د خپلې وړتیا څرګندولو کې ویلي چې په ګوګل کې د دندې درلودلو وړتیا ځکه لري چې له کمپیوټر سره مینه لري او په خپله هم یو ټابلېټ لري چې لوبې پر کوي او پلار یې هم داسې لوبتکه ورته راوړې چې باید یو روباټ پکې ولګوي.

د انځور حقوق Andy Bridgewater/PA Wire
Image caption کلويي له کیڼ لوري په منځ کې.

هغې په لیک کې دا هم ویلي چې د ښوونځي ښوونکي یې له زدکړو ډېر خوشال دي او د دې مور او پلار ته یې هم ویلي چې "زه په درسونو کې ډېره ښه یم".

نوموړې زیاته کړې، چې پلار یې ورته ویلي، که دا ډول درس ووايي، یوه ورځ به په ګوګل کې دنده ترلاسه کړي.

هغې لیکلي: کله چې خبره شوه، د ګوګل کارکوونکي په کارځی کې له شګو ډکې څوکۍ (بین‌بگ) لري، ښوییندکه کوي او کارټینګ هم کولی شي، نو په دغه اداره کې یې له کار پیدا کولو سره مینه ډېره شوه، خو زیاته کړې یې ده چې د چکلېټ جوړولو کارځی کې کار او د لامبو اولمپیک سیالیو کې هم ګډون کول غواړي.

* د "سيسمي سټريټ" افغانه نجلۍ

* ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې

* نهه کلن ماشوم د ۲ کلن ورور په ژغورلو سره اتل شو

دا یې هم لیکلي چې له ګوګل سره د کار غوښتنلیک یې دوه ځلی کړی دی. یو ځل یې په کریسمیس کې بابانویل ته په لیک کې ویلي وو، چې له ګوګل سره کار کول غواړي او دا ځل د دې ادارې مشر ته لیک کاږي.

ګوګل د کلويي د لیک ځواب هم د دې ادارې د اجرايي مشر سانډار پیچای په لاسلیک سره استولی دی.

د انځور حقوق Andy Bridgewater
Image caption کلوِيي ته د ګوګل لیک چې د دې ادارې د مشر لاسلیک هم پکې دی.

د کلويي پلار انډي وايي، د لیک ځواب دوی "حیران" کړي. "فکر نه کوم چې لا هم کلويي د دې لیک د ځواب پر اهمیت پوهه شي".

هغه زیاته کړه، چې لور یې د کار موندلو سره ډېره مینه لري، کله چې وړکتون ته هم تله، نو په درسي رپوټونو کې د هغې د وړتیا، ډېر زیار او درنښت یادونه کېده.

" په کلویي او د هغې په کوچنۍ خور پنځه کلنه هولي چې ور سره ورته ده ډېر ویاړم".

* " که نجلۍ پيدا شوه فيس نه اخلم"

* د قرآن کريم حافظه اته کلنه بريتانوۍ نجلۍ

د ګوګل مشر په خپل لیک کې کاږي: "له لیک دې ډېره مننه، خوشال یم چې له کمپیوټر او روباټ سره مینه لرې، هیله من یم چې د ټیکنالوجي زدکړه به نوره هم کوې".

"باوري یم که همداسې سخت کار وکړې او خپلو هیلو ته د رسېدلو هڅه وکړې، نو هغه څه به شې چې غواړې یې، ګوګل ته له کار نیولې، تر اولمپیک سیالیو پورې".

د ګوګل مشر د لیک په پای کې دا هم لیکي، له زدکړو بشپړولو وروسته ستا د کار غوښتنلیک په هیله.

د انځور حقوق AP
Image caption د ګوګل مشر له دغې ۷ نجلۍ غوښتي چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له زیار او هڅو لاس وا نه خلي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګوګل مرکزي دفتر