BBC
 شاته

ګوتې رودل یا نوکان ژوول؛ د حساسیت ګواښ کموي؟

Image copyright THINKSTOCK

یوې نوې علمي څېړنې ښودلې، هغه ماشومان چې خپلې ګوتې روي یا خپل نوکان ژويي، د الرژۍ یا حساسیت له خطر سره یې مخامخېدل کم وي.

د یادې موضوع په اړه د ماشوم روغتیاپالې Pediatrics نشریې په مقاله کې ویل شوي، دا وضاحت د 'پاکوالي پر فرضیې' تکیه کوي، په دې معنا چې د ګوتو رودل او د نوکانو ژوول د میکروبونو پروړاندې د بدن مقاومت پیاوړی کوي.

ښکاري چې د نیوزیلنډ په زرو ماشومانو کې د څېړنې پرمهال همدا دوه لاملونه – د ګوتو رودل او د نوکانو ژوول - د ځینو حساسیتونو د مخنیوي لامل شوي دي.

دغه ارزونه له پنځه کلنۍ تر ۳۲ کلنې پورې عملي شوې ده.

څېړونکو د ګوتو رودلو او د نوکانو ژوولو پدیده د یادو ماشومانو له پنځه، اوه، نهه او یوولس کلنۍ څخه ارزولې ده، بیا یې په ۱۳ او ۳۲ کلنۍ کې ورسره پرتله کړې او د یادو کسانو حساسیت هم له سره ارزول شوی دی.

له دغو ماشومانو یو پر درېیو یې خپلې ګوتې رودلې او یا یې خپل نوکان ژوول، خو دوی په ۱۳ کلنۍ کې ډېره کمه الرژي یا حساسیت درلود.

څېړونکو د نیوزیلنډ دوندین ښار اوتاګو پوهنتون څېړونکې ډلې وموندله چې د حساسیت د مخنیوي دغه پدیده تر اوږده عمر پورې وي. دوی دا څېړنه له زیږون نه تر بالغ کېدو پورې پر هغو زرو ماشومانو عملي کړې ده، چې خپلې ګوتې به یې رودلې او یا به یې خپل نوکان ژوول.

Image copyright Thinkstock
Image caption څېړونکو د ګوتو رودلو او د نوکانو ژوولو پدیده د یادو ماشومانو له پنځه، اوه، نهه او یوولس کلنۍ څخه ارزولې ده، بیا یې په ۱۳ او ۳۲ کلنۍ کې ورسره پرتله کړې او د یادو کسانو حساسیت هم له سره ارزول شوی دی.

په کاناډا کې د مک مسټر پوهنتون د طبي ډلې غړی پروفیسر مالکولم سيروس وايي: ''موږ سپارښتنه نه کوو چې دغه کار ته خلک وهڅوو، خو ښکاري چې دغه عادت مثبت اړخ هم لري''.

د بریتانیا د حساسیت مؤسسې هالي شا وايي: ''په ټولو هېوادونو کې ترسره شوې څېړنې هغه نظر پیاوړی کوي چې د چاپېریال او ځینې باکتریاوې بالقوه د خوړو په حساسیت کې اغېزناک پرېوځي''.

Image copyright Thinkstock
Image caption دغه ارزونه له پنځه کلنۍ تر ۳۲ کلنې پورې عملي شوې ده.

څېړونکو وویل، ماشوم د مور په ګېډه کې دغه عادت پیلوي.

څېړونکو ویلي، ماشومان باید دغه عادت ته ونه هڅول شي، ځکه چې ځینې وخت د ګوتو رودل د ماشومانو غاښونو ته زیان رسوي او وده یې ټکنۍ کوي، ځینې وخت بیا ماشوم په خوراک کې ستونزه پیدا کوي او په څېره کې یې ځینې ستونزې پیدا کوي او ماشوم په خبرو کولو کې له سختۍ سره مخامخېږي.

Image copyright Thinkstock
Image copyright Thinkstock