BBC
 شاته

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټویټرپاڼه هک شوې

Image copyright .

د افغانستان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله دفتر تایید کړې چې د هغه ټویټر حساب هک شوی او کنټرول یې د هکرانو لاسته لوېدلی دی.

د ښاغلي عبدالله ویاند جاوېد فیصل وویل، د نوموړي ټویټر حساب له تېرې شپې (شنبه اسد/زمري ۹مه) هک شوی او د بېرته کنټرول ترلاسه کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال څرګنده نه ده چې د ښاغلي عبدالله د ټویټر پاڼې هک کېدو عامل څوک دی او له کومه ځایه یې هک کړی دی.

هکرانو د ښاغلي عبدالله د اکاونټ تر کنټرول ترلاسه کولو وروسته د هغه پر اکاونټ لیکنو کې د "روښنایۍ غورځنګ" هېشټګ هم کارولی.

د روښنایۍ غورځنګ د هکرانو لخوا د ښاغلي عبدالله پر ټویټر د هغوی د هېشټګونو کارولو په اړه څه نه دي ویلي.

روښنایۍ غورځنګ هغه معترض کسان دي چې غواړي د ترکمنستان واراتي برېښنا مزي د سالنګ پرځای له بامیانو تېر شي او د اسد/زمري په ۲مه یې کابل کې په لاریون کې ځانمرګي بریدونه وشول چې ددې غورځنګ تر ۸۰ ډېر غړي پکې ووژل شول.

هکران چې ځانونه یې د "ارواح هکری ډله (Ghost Squad Hackers)" بللې، پر خپل ټویټر لیکلي چې د ښاغلي عبدالله ټوییټر دوی هک کړی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د هکرانو یوې ډلې د افغانستان د ملي امنیت شورا وبسایټ هک کړ او پر هغې یې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن انځورونه خپاره کړل.