BBC
 شاته

امریکا کې د بالون پرېوتو ۱۶ کسان وژلي

Image copyright Reuters

د امریکا ټکساس ایالت چارواکو تایید کړې چې سټین ښار ته څېرمه نن سهار د بالون پرېوتو په پېښه کې بالون کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.

دغه بالون چې د راپورونو له مخې تر نسکورېدو وړاندې یې اور اخستی و، ۱۶ سپاره درلودل او ټاکل شوې وه یواځې یو ساعت په هوا کې والوزي.

بالون د ټکساس ایالت مرکز سټین ښار په ۵۰ کیلومترۍ کې په سیمه ییز وخت د سهار په ۷:۴۰ دقیقو ولوېد او د عیني شاهدانو په وینا تر غورځېدو وړاندې یې په هوا کې اور اخستی و.

د کالدول سیمې چارواکو ویلي، کله چې مرستندویه مامورین د بالون د نسکورېدو سیمې ته ورسېدل، له بالون نه د اور لمبې پورته کېدې.

د سیمه ییزو رسنیو لخوا خپرو شویو ویډیوګانو کې ښيي چې دا بالون د برېښنا پایو سره نژدې سیمه کې پرېوتی، خو تراوسه یې د نسکورېدو اصلي علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا د امریکا د هوایي چلند په برخه کې د بالونو نسکورېدو تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

دا بالون په سټین ښار کې د سیاحت یوه شرکت پورې اړوند ده. د امریکا د ترانسپورت خوندیتوب ملي اداره ددې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د ترانسپورت خوندیتوب دغې ادارې ویلي، دوه کاله مخکې یې چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د سیاحت د بالون جال دې د وړو الوتکو او هلیکوپټرو په څېر په دوامداره توګه وڅارل شي.

ددې اداري یوه کارپوه اریک ګروسف چې نن یې د پېښې په سیمه کې خبرې کولې وویل، "په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې لوړه کچه دا اړتیا څرګندوي چې حرارتي بالونونه په دوامداره توګه له فني پلوه وڅارل شي."

Image copyright AP