شاته

د امریکا د ملي امنیت سلاکار روسیې سره د اړیکو له کبله استعفا وکړه

فلین د کابینې د جوړښت په ورځو کې د ټرمپ سلاکارانو ته ویلي و چې د روسیې له سفیر سره یې د بندیزونو پر موضوع هیڅ خبرې نه دي کړي.

د همدې مالوماتو پر بنسټ مرستیال جمهور رئیس مایک پینس په ښکاره د د سلاکاری مقام ته د هغه ملاتړ کړی و.

فلین بل ځل د سپینې ماڼۍ چارواکو ته وویل چې کیدای شي له سفیر سره یې پر بندیزونو خبرې کړي وي.

د فلین په استعفا کې راغلي دي، ډېرې پیښې په دومره تیزی سره پر مخ روانې وي، چې هغه په غیرعمدي توگه، د جمهور رئیس مرستیال مایک پینس ته د روسیې سره د اړیکو بشپړ معلومات ورنکړل.

جنرال کیت کیلاگ د ملي امنیت د سلاکار، سرپرست ټاکل شوی دی.

هغه کسان چې دغه موضوع یې له نژدې څارله، هغوی وایي د عدلیې وزارت سپینې ماڼۍ ته د فلین او د روسیې ترمنځ د اړیکو راپور ورکړی دی.

د عدلیې وزارت سپینې ماڼۍ ته ویلي چې سپینه ماڼۍ چې د فلین و روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه څه وایي، هغه د حقایقو سره توپیر لري.