شاته

د کابل په ناامنیو کې د مینانو د ورځې لمانځنه

که څه هم چې افغانان له دې ورځې سره ډیره اشنايي نه لري خو د کابل ښاریان یې د تاوتریخوالو د پاې ته رسولو په پلمه یې لمانځي.

ځینې ددغې ورځې له لمانځلو خوښ نه دي خو داسې ښکاري چې سږ کال د کابل اکثر ښاریانو د کرکې پر ځاي د مینې د واکمنۍ څیره ښکاره کړه.

کابل ښار چې اکثره د چاودنو او ځان وژونکو پیښو خبرونه جوړوي او په زړه بوږنونکو پیښو کې ځیني خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي، نن په ‌کې مینانو د والنټاین یا د میئنانو د ورځې په لمانځنې خبر جوړونکی شو.

د ویلا په څځر ډېری کابلي زلمیان او پیغلې د ګلانو خرڅولو دوکانونو او کوڅو ته ځي او خپلو مینانو ته د مینې سوغات اخلي.

د کابل اوسیدونکې ویلا چې د مینې د ورځې په مناسبت خپل نامزد ته گلان واخیستل وایي "نن د میئنانو ورځ ده او غوښتل مې چې خپل نامزد ته سوغات واخلم. او دا ورځ ولمانځو.

زما پیام نورو نارینوو ته دا ده چې خپلو میرمنو ته پاملرنه وکړي او له تاوتریخوالي نه لاس واخلي."

په دې ورځ د ګلونو خرڅولو بازار او د کانونه د نورو ورځو په پرتله رنګین دي او دوکانداران په‌کې د والنټاین سوغاتونه، د بازار په بیه پلوري.

د ګلانو پلورنکی فرهاد وایي "نن مو مشتریان ډیر دي. هر ځوک خپلو میرمنو او نامزدانو ته او هغه چا باندې چې مین دي ګلان اخلي."

ځېنې خلک د دې ورځې لمانځل د اسلام دین او د افغانستان د فرهنگ سره په ټکر کې بولي خو په افغانستان کې مینه د هر ډول فرهنگ سرحد مات کړی دی.

پاکستان

خو په پاکستان کې د اسلام اباد د سترې محکمې لخوا د ویلنټاين د ورځې په لمانځلو باندې بندیز مدني فعالان سخت په غوسه کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په زرگونه پاکستانيان د ویلنټاین د ورځي په مناسبت خپلو مئینانو سره د مینې اظهار کړی اؤ د اسلام اباد د سترې محکمې پریکړه یې شرمناکه بللې ده.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د پښتو وتلی لیکوال اؤ شاعر بارکوال میاخیل د ویلنټاین ورځې په مناسبت په خپل فیسبوک پاڼې کې لیکلي دي "د وېلنټاین بوټی به پر هغه خاوره په ډېره ګرانه را شین کېږي، چې د جګړو داستانو پکې په ویاړ او جګ سر بیانېږي، خو د مینې داستان پکې د شرم، پېغور او سپکاوي وړ ګڼل کېږي"

ایران

د تهران اکثره اوسیدونکي د شنبې په ورځ د ولنټاین ورځ ولمانځله.

ایراني چارواکي چې د ولنتاین ورځې ته د یوې لویدیځې پدیدې په توگه گوري او له واده نه مخکې اړیکو ته هڅوي، نه لمانځي.

سږکال د ایران حکومت د هغو شیانو په خرڅلاو بندیز ولگوو چې د ولنتیاین د ورځې لمانځلو سره مستقیمه اړیکه لري او خلک یې خپلو مینانو ته اخلي.

اکثرو چای خانو ته هم امر ورکړ شوی و چې د وخت نه مخکې وتړل شي. خو بیا هم په ایران کې اکثره ځوانان او پیغلې د ولنتاین د ورځې له لمانځلو نه منع نکړل.