BBC
 شاته

غني: پرمختیا او ابادي راوستل لوی جهاد دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي غني وايي، خلک به یې بیا چاته وخت ورنه کړي چې کورنیو توپیرونو ته لمنه ووهي او په وینا یې جاسوسان او ترهګر به هم ونه زغمي چې دا هېواد بیا ړنګ کړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، اوس په افغانستان کې جګړه کول جهاد نه، بلکې ددغه هېواد ودانول جهاد دی.

هغه د شوروي ښکېلاک پرضد د جنګېدونکو مجاهدینو جګړه وستایله او ویې ویل چې دې جګړې یوازې افغانانو ته ازادي راستنه نه کړه، بلکي د ګڼو نورو هېوادونو د خپلواکۍ زېری هم ورسره مل و. خو د ښاغلي غني په وینا د جهاد تر بریالیتوبه وروسته د پردو د چلوټو په پایله کې هڅه وشوه چې د افغانستان دولتي جوړښت ړنګ بنګ شي:

"له بده مرغه د جهاد له کامیابۍ وروسته د پردیو د دسیسو په نتیجه کې اختلافونه پیدا شول او کوښښونه وشول چې افغانستان کې دولتي سیستم ختم شي، افغانستان بې اردو او بې پولیسو شي، تعلیمي ادارې ختمې شي او د افغانستان د انکشاف او ابادولو مخه ونیول شي او بالاخره داسې وخت راغی چې افغانستان په لوی لاس له نړۍ څخه منزوي کړای شو."

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

پاکستان او افغانستان: نوې ستره لوبه

د روسانو تر وتلو وروسته مجاهدینو واک ترلاسه کړ، خو پایله يې خونړۍ کورنۍ جګړه او د لسګونو زرو خلکو وژل کېدل و، خو اوس ښاغلي غني وايي، خلک به یې بیا چاته وخت ورنه کړي چې کورنیو توپیرونو ته لمنه ووهي او په وینا یې ؛جاسوسان او ترهګر" به هم ونه زغمي چې دا هېواد بیا ړنګ کړي:

"زموږ خلک به نور هېڅکله هغو کسانو ته موقع ورنه کړي چې په وطن کې سمتي، قومي، مذهبي یا نژادي اختلافونو ته لمن ووهي او هېڅ وخت به هغه کسان ونه زغمي چې د پردیو جاسوسي ادارو، تروریستي شبکو په اشاره او لمسون یوځل بیا وغواړي، چې افغانستان - خدای مه کړه - د ظلم او جهالت په تیارو کې ډوب کړي. "

ننۍ ورځ یعنې (د سلواغې ۲۶ نېټه وه)، ۲۸ کلونه مخکې پر همدې نېټه د سرو لښکرو وروستی سرتېری د افغانستان له پولې واوښت، ورپسې د شوروي اتحاد ځای ناستې روسیې د افغانستان له مسلو سره لږه لېوالتیا ښوده، خو وروستي حالات ددې لامل شول چې روسان بیا ځانونه د افغانستان په مسایلو کې ښکېل کړي.

د افغانستان د ځوانانو ملي مجمعې هم د ننۍ ورځې په مناسبت غونډه لرله، د بنسټ مشر سید عبدالله هاشمي وايي چې روسیې بیا په افغانستان کې لاسوهنه پیل کړې ده:

د انځور حقوق AFP
Image caption پخواني شوروي اتحاد افغانستان کې لسګونه زره پوځيان د خپل لاسپوڅي حکومت د ملاتړ لپاره ځای پرځای کړي وو

"روسانو ښکاره کړه چې له طالبانو سره یې سیاسي اړیکي ټینګ کړي، په دې حالاتو کې د نظام له مخالفانو سره اړیکي څو بعده لري، یو بعد دا دی چې دوی د امریکا په مشرۍ د ناټو او نړیوالو حضور ننګوي، چې ګواکې ترهګرۍ جګړه کې بریالي نه وه، بل بعد "داعش" دی چې د افغانستان په شمال کې حضور لري او روسیه ښايي دا یوه امریکايي پروژه ګڼي او د ورخپرېدو نه یې وېره لري، بله دا چې د ټرمپ په راتللو سره روسیه ځان د افغانستان په مسله کې ګډول غواړي. داعش یوازې روسانو ته نه، افغانانو او نړیوالو ته هم یوه شومه ډله ده. روسیې باید د افغانانو ملاتړ کړی وای."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني مسکو ته تللی و او له روسي چارواکو یې وغوښتل چې له افغانستان سره خپل سیاست حکومت محوره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو جګړې ولې زور اخيستی؟

د افغان طالبانو "ځانګړي ځواکونه" ولې د اسلامي دولت د اورپکو پر ضد جنګېږي؟

شورویان د لسو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شول او د خپل خوښي نظام په ملاتړ یې په ټول افغانستان کې جګړه وکړه، چې له کبله یې سلګونه زره خلک ووژل شول او میلیونونه نور بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول، له عامو افغانانو سره تصور دا دی چې د اوسنیو جګړو پیلامه هم د شورویانو هماغه یرغل و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د ۱۳۶۷ کال سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان نه ووتل