انډېپنډنټ: د ترهګرۍ له وېرې څو میاشتو کې لسګونه زره پاکستانيان له سعودي ویستل شوي
انډېپنډنټ:
د بریتانیا انډېپنډنټ ورځپاڼې د سعودي عربستان د شورا جرګې د امنیتي کمیټې د مشر عبد ال السعدون هغه څرګندونې را اخیستې چې وايي، دغه هېواد ته د پاکستاني وګړو د ورتګ اجرائات باید لاس سخت کړل شي.
د سعودي عربستان د شورا جرګه په نورو هېوادونو کې د سنا مجلس په څیر دی. ښاغلي السعدون ویلي پاکستان په خپله هم له ترهګرۍ سره لاس او ګریوان دی او د طالبانو ډله په همدغه هېواد کې رامنځته شوې ده.
ورځپاڼې په دې اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي سعودي په تیرو څلورو میاشتو کې ۴۰ زره پاکستانيان له سعودي عربستانه له ترهګرۍ سره د تړاو اندیښنو له امله ویستلي دي.
ورځپاڼه زیاتوي ۸۰ پاکستاني وګړي همدا اوس د امنیتي او ترهګرۍ اړوند قضیو په تړاو د سعودي عربستان په زندانونو کې دي.
هندو:
دغې هندۍ ورځپاڼې د شمالي کوریا لخوا د لرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي د ازمایلو په اړه یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي چې امریکا اوس شمالي کوریا سره د مقابلې لپاره ډیر وسایل په لاس کې نه لري، ځکه بندیزونه لګول شوي ، او جګړه ځکه نه شي کولی چې ښايي شمالي کوریا په سیمه کې د امریکا پر ملګروهېوادونو د اتومي وسلو برید وکړي.
نو د لیکوال په وینا یواځينې پاتې لاره چې عملي ښکاري هغه داده چې چین وهڅول شي او پرشمالي کوریا له خپل شته نفوذه کار واخلي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په غزه کې د فلسطینۍ ډلې د نوي مشر په ټاکل کیدو سره د اسراییلو او حماس ترمنځ د یوې بلې جګړې احتمال نه دی رد کړی. ورځپاڼه زیاتوي حماس سخت دریځی یحیی السنوار چې شل کاله د اسراییلو په زندانونو کې په بند کې تیر کړي په غزه کې خپل مشر ټاکلی.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې د بریتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ډېوېډ مېلېبنډ چې اوس د بحران نړیوال سازمان لوړ پوړی چارواکی دی په حواله ویلي چې په وروستیو کلونو کې د بشري کړکیچونو لکه وچکالۍ په پرتله بشري مرستې کمې دي.
هغه ویلي د بشري بیړنیو حالاتو پروړاندې په نړۍ کې چلند پڅ و او له اړتیا وو سره سم نه و، هغه په دې برخه کې د سمون غوښتنه کړې ده ځکه دی وايي، نړیوال خپلې تیرې تیروتنې تکراروي.
ګلف ټایمز:
د متحده عربي اماراتو ګلف ټایمز انګلیسي ژبې ورځپاڼه د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایک فلېن د هغو څرګندونو په اړه چې ویلي و په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د مرکز رقې ښار نیول کیدای شي یو کال وخت ونیسي، زیاتوي چې په دې سره ښايي دغه ډله د هغو بریدونو لپاره تیاری ونیسي چې غواړي د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې یې ترسره کړي او هغه بریدونه چې ښاغلي فلېن یې په اړه خبرداری ورکړی.
ورځپاڼه د ځینو کارپوهانو په حواله لیکي چې دغې اندېښنې ته په کتو ښايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د رقې پر ښار د ګرځنډه فرقې د سرتیرو پر مټ برید وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي د دغې فرقې یوه ډله سرتیرۍ همدا اوس په عراق کې ځای پر ځای شوي دي.
ورځپاڼه د جګړې د څېړنو انسټیټیوټ د کارپوهانو له قوله زیاتوي چې په سوریه او عراق کې القاعده ډله هم پیاوړې شوې ده.
د دغه مطلب په پای کې ویل شوي چې دا داسې یوه جګړه ده چې شعارونه په کې په اسانه ورکول کیږي خو د اوو اسلامي هېوادونو وګړو ته امریکا د ویزې ځنډول په دې لاره کې بریا ټکنۍ کوي.
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین او روسیې ترمنځ پر اړیکو تر نیوکو او فشارونو وروسته، ښاغلي فلین استعفا کړې ده.