شاته

د روسیې په کمپیوټرونو کې د جاسوسۍ ویروس موندل شوی

روسیه وايي چې د ۲۰ سازمانونو، چې دولتي ادارې هم پکښې شاملي دي، په کمپیوټري شبکو کې یې ویروس، مخربه سافټویر، چې د جاسوسۍ لپاره استعمالیږي، موندلی دی.

د روسیې د امنیت فدرالي اداره (ایف ایس بي) وايي چې د روسیې د ۲۰ سازمانونو، حکومتي ادارو او د دفاع په برخې کې د قراردادیانو په کمپیوټري شبکو کې یو داسې مخربه سافټویر یا کمپیوټري پروګرام یې موندلی چې د انټرنیټي جاسوسي لپاره ډیزاین شوی دی.

د ایف ایس بي ادارې ویلي دي چې دغه کمپيوټري مخربه یا زیان رسونکي پروګرام د هغو مخربه سافټویرونو خصوصیات لري چې په روسیې او د نړۍ په نورو ځایونو کې د انټرنیټي جاسوسي په قضیو کې استعمال شوي دي.

په یوه بیان کې چې د ایف ایس بي ادارې په خپلې ویبپاڼې باندې خپور کړی دی راغلي دي «زموږ څیړنو دا وښودله چې مخربه سافتویر د دولتي چارواکو . . .، د ساینس او د نظامي چارو سازمانونو، د وسلو د جوړولو د صنایعو او د دې هیواد نورې مهمې زیربینايي ادارو د معلوماتو منابع اغیزمن کړي دي.»

د روسیې استخباراتو دا نه دې ویلي چې د دغه انټرنیټي بریدونو تر شا څوک دی.

خو دغه اعلان وروسته له دې نه شوی دی چې په امریکا کې هم ویل شوي دي چې د دیموکرات ګوند د ملي کمیټې او د استازو د جرګې دپاره د دغه ګوند د کاندیدانو د تمویلولو د کمیټې په کمپیوټرونو انټرنیټي بریدونه شوي دي.

د امریکا د انټرنیټي امنیت د برخې کارپوهان او د دیموکرات ګوند چارواکو ویلي دي چې په دواړو قضیو کې د روسیې لاس و.

په دغه سره بیا داسې اندیښنې پيدا شوي دي چې روسیه غواړی چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې، د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ په طرفداري، خپل تاثیر ولري.

روسیې دغسې اندیښنې نا سمې بللي او په انټرنیټي بریدونو کې یې لاس درلودل رد کړي دي.