BBC
 شاته

تخار: یو شمېر کلیوال وايي د وسله والو له وېرې کډوال شوي

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان په تخار ولایت کې یو شمېر کورنۍ د نامسووله وسلوالو د زور زیاتي له کبله له خپلو کورونه څخه د نوموړي ولایت مرکز ته کډې شوې دي.

دغه کورنۍ ادعا کوي چې نامسووله وسلوالو په زوره ورنه پیسې غوښتې، وهلي، ټکولي یې دي او کورونو ته یې اور وراچولی دی.

سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په کلیوالو سیمو کې د نامسووله وسلوالو شتون تاییدوي او وايي، د دغو نامسووله وسلوالو له کبله ۶ کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې.

"د تخار ناامنیو او مخدره توکو قاچاق تر شا دولتي چارواکي دي"

دولتي ځواکونو د تخار خواجه غار ولسوالي له مخالفینو بېرته ونیوله

د ۳۴ کلن عبدالودود په ګډون، چې له خپل مور، پلار، مېرمنې او ۵ ماشومانو سره د تخار ولایت، رستاق ولسوالۍ له لنګر کلي مرکزي ښار تالقان ته راغلی، یو شمېر نورې کورنۍ هم دغه ښار ته کډوال شوي او ادعا کوي، چې د نامسوولو وسله والو د زور زیاتي له کبله یې کور، کلی پرې ایښي.

عبدالودود وايي دوی بیا، بیا ځايي امنیتي چارواکو د دغو وسله والو شکایت کړی، خو په وینا یې چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د سیمه ییز چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د رستاق ولسوالۍ له لنګر کلي ۶ کورنۍ د نامسووله وسلوالو د زور زیاتي له کبله د تالقان ښار ته پناه راوړې ده او له حکومته یې د انصاف غوښتنه کړې ده.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، له دغو نامسووله وسلوالو سره د ولسي جرګې ځینو غړو ملاتړ شته او وايي موږ ته اجازه نه راکوي چې ددغو کسانو دوسیې وڅېړو.

''د دوی د دوسیو په هکله مو یو لړاقدمات کړي دي، ان لویې څارنوالۍ ته مو لېږلې وو، خو له بده مرغه د ولسي جرګې ځینې غړي د دغو نامسووله وسلوالو مستقیم ملاتړ کوي او له لویې څارنوالۍ یې غوښتي، چې د دوی دوسیې بېرته تخار ته واستوې او دغه دوسیې باید هلته وڅېړل شي. ''

په ورته مهال د رستاق ولسوال محمد حسین حکیمي وايي تر یوه ځایه یې د دغو کورنیو شکایتونو ته جواب ویلی او دوه تورن کسان یې هم نیولي دي.

د انځور حقوق .

خو ښاغلي حکیمي هم د والي د ویاند خبره کوي چې د دغو نامسووله وسلوالو تر شا د ځینو دولتي چارواکو لاس شته او د دوسیو څېړل د دوی د توان خبره نه ده.

''د رستاق ولسوالۍ په ټولو کلیو او لېري پرتو سیمو کې نامسوول وسلوال شته. لنګر یو لېري پروت کلی دی. چې د رستاق او چاه اب ولسوالیو تر منځ پوله جوړوي. د دغو نامسووله وسلوالو د ځپلو لپاره باید د تخار امنیتي بنسټونه مداخله وکړي. ځکه چې د سیمه ییز حکومت په وس نه ده پوره، چې په دغه سیمه کې اقدام وکړي. د دې هېواد هر سیاستوال د نامسووله وسلواله یوه ډله لري. "

په وروستیو کلونو کې په تخار ولایت کې د نامسووله وسلوالو شمېر په بي ساري ډول ډېر شوی دی. داسې رپورټونه هم شته چې دغه نامسووله وسلوالې ډلې په غلا او ځورونو کې هم لاس لري.