BBC
 شاته

"لسګونه کورنۍ له حلب ښاره وتلې دي"

Image copyright Reuters

د سوريې دولتي رسنۍ وايي، لسګونه کورنۍ د حلب ښار له ختيځ څخه د هغه خوندي لارو څخه وتلي چې حکومت پرانيستې دی.

د سوريې حکومتي رسنۍ سانا او دولتي تلويزيون داسې ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي چې ښيي کورنۍ په موټرونو کې سپرېږي او له ښاره وځي.

دغه کسان د کډوالو لنډمهالي ځای ته لېږدول کېږی.

لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې هم ويلي چې يو شمېر ولسي وګړي له حلب ښاره وتلي دي.

دغه خلک په داسې حال کې له دې سيمې وځي چې دوې ورځې وړاندې روسيې ويلي وو، چې د داسې خوندي لارو د جوړېدو خبر ورکړی و چې ولسي وګړي له حلب ښاره وباسي.

روسيې ويلي وو، چې له حلب ښاره د ملکيانو د وتلو لپاره څلور لارې پرانيستل کېږی.

تېره ورځ د روسيې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن دميستورا ویلي وو چې له خوندي لارو د ولسي وګړو د لېږد چارې بايد ملګرو ملتونو ته وسپارل شي.

همدا ډول ښاغلي ميستورا له حلب څخه د ولسي وګړو د وتلو لپاره د ۴۸ ساعته اوربند وړانديز کړی و. د سره صليب نړيوالې ادرې هم تېره ورځ ويلي وو چې له دغو لارو د ولسي وګړو وتل بايد په خوندي توګه ترسره شي او مرستندويه ټولنو ته اجازه ورکړل شي چې ولسي وګړی او کورنۍ يې له دغې سيمې ووځي.

ويل کېږي شاوخوا ۳۰۰ زره تنه د حلب ښار په ختيځ کې چې د حکومت مخالفينو تر ولکې لاندي دي بند پاتې دي.

په دوامداره توګه پر دغو خلکو هوايي بريدونه کېږي او د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.