BBC
 شاته

په خيبر کې د ورا موټر اوبو وړی، ۲۴ تنه په کې مړه شوي

Image copyright Getty

له ډيورنډ کرښې سره نژدې په قبایلي سیمه خیبر کې د واده یو موټر د سیلاب اوبو وړی، چې له امله یې ۲۴ تنه مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي. چارواکي وايي په مړو شویو کې شاوخوا ۱۸ ماشومان دي.

د خیبر د چارواکو په خبره د ډېری کسانو مړي يې را ایستلي، خو ځينې نور لادرکه دي.

یاده سیمه لرې پرته ده او وخت به واخلي چې د مرستندويه ډلو کارکوونکي او چارواکي هلته ورسېږي.

د خیبر چارواکو بي بي سي ته وویل، دا پېښه د لنډي کوتل په وروسته پاتې سیمه زخه خېل کې شوې، چې د ورا یو ډاټسن ډوله موټر د خوړ اوبو وړی.

د سیمې ځايي وګړي وايي، دا موټر هغه مهال اوبو یووړ، چې د سرې شکې له خوړ څخه تېرېده. د چارواکو په خبره په دغه موټر کې تر ډېره ښځې او ماشومان سپاره وو. په پېښه کې درې تنه ټپيان هم دي، چې چارواکو يې حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د قبايلي سیمو د چارواکو په خبره په یادو سیمو کې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې په بارانو کې د کورونو نړېدلو او په سیلابي خوړونو په اوبو کې لږ تر لږ پنځه کسان مړه شوي دي.

له دې سره د قبایلي سیمو او پښتونخوا په شمول د پاکستان په ډېری برخو کې هم د پشکال بارانونه په روانه جولای میاشت کې پيل شوي او لاهم روان دي.

د پاکستاني چارواکو په خبره د هېواد په ډېرو برخو کې د وسې (پشکال) په دې بارانو کې تراوسه لږ تر لږه پنځه پنځوس وګړي مړه شوي دي.