د هرات ښځینه کریکټ لوبغاړې
-
AFP
هرات کې په وروستیو څو کلونو کې کریکټ لوبه مخ پر ودې ده او یو ګڼ شمېر ځوانانو دغې لوبې ته مخه کړې ده.
-
AFP
تر اوسه په دغه ولایت کې د کریکټ کوم معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی.
-
AFP
د هرات کریکټ چارواکي وايي دا مهال په دغه ولایت کې د کریکټ نارینه او ښځینه وو ګڼې لوبډلې هم لري، خو لا هم په دغه ولایت کې معیاري لوبغالي نه شته
-
AFP
په لویدیځه حوزه کې هرات یوازنی ولایت دی چې کریکټ لوبه پکې مخ پر وده دی، خو په نورو ولایتونو کې لکه بادغیس، غور ، فراه او نیمروز کې بیا دغه لوبه دومره نشته.
-
AFP
په هرات کې د کریکټ له ودې سره سره پرته له یوې اکاډمۍ نور معیاري لوبغالي نشته او لوبغاړي تر ډېره پر سمټي میدانونو لوبې کوي.
-
AFP
افغانستان له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د کریکیټ په برخه کې بیساری پرمختګ کړی دی او څو ځله یې نړیوال جام ته هم لار موندلې، چې دې کار په بېلابېلو سیمو کې ځوانان هم دغې لوبې ته ور مات کړي دي.
-
AFP
د کریکټ یو شمېر لوبغاړي وايي د دې ولایت د ځوانانو ترمنځ ښه استعدادونه شته او کولای شي د سیالیو په ډګر کې خپله وړتیا هم وښيي