هرات کې کریکټ لوبه مخ پر ودې ده
هرات کې په وروستیو څو کلونو کې کریکټ لوبه مخ پر ودې ده او یو ګڼ شمېر ځوانانو دغې لوبې ته مخه کړې ده. خو تر اوسه په دغه ولایت کې د کریکټ کوم معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی.
د افغانستان په لویدیځ کې هرات هغه ولایت دی چې ځوانان یې د نورو لوبو په پرتله له فوټبال سره ډېر روږدي دي. خو په وروستیو کې کریکټ هم د ځوانان تر منځ عام شوی دی.
د هرات ښځینه کریکټ لوبغاړېد هرات کریکټ چارواکي وايي دا مهال په دغه ولایت کې د کریکټ نارینه او ښځینه وو ګڼې لوبډلې هم لري، خو لا هم په دغه ولایت کې معیاري لوبغالي نه شته:
د هرات د کریکټ ادارې مشر نورمحمد نیازی بي بي سي ته وویل: ''دلته ځوانان له کریکیټ سره مینه لري، خو د وسایلو، جامو او ځای نشتوالي ستونزې سره مخ دي''.
ښاغلی نیازی وايي د روژې په میاشت کې یې د لسو ښوونځیو ترمنځ سیالۍ هم ترسره کړې، چې دې کار د ګڼو ځوانانو پام کریکټ ته ور واړاوه.
په لویدیځه حوزه کې هرات یوازنی ولایت دی چې کریکټ لوبه پکې مخ پر وده دی، خو په نورو ولایتونو کې لکه بادغیس، غور ، فراه او نیمروز کې بیا دغه لوبه دومره نشته.
په هرات کې د کریکټ له ودې سره سره پرته له یوې اکاډمۍ نور معیاري لوبغالي نشته او لوبغاړي تر ډېره پر سمټي میدانونو لوبې کوي.
د کریکټ یو شمېر لوبغاړي وايي د دې ولایت د ځوانانو ترمنځ ښه استعدادونه شته او کولای شي د سیالیو په ډګر کې خپله وړتیا هم وښيي، خو دوی ته تر اوسه یواځې په هرات کې د ځینې سیالیو زمینه برابره شوې او له هرات بهر یې څوک ښه نه پيژني.
افغانستان له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د کریکټ په برخه کې بیساری پرمختګ کړی دی او څو ځله یې نړیوال جام ته هم لار موندلې، چې دې کار په بېلابېلو سیمو کې ځوانان هم دغې لوبې ته ور مات کړي دي.