BBC
 شاته

شیلیا یوه پېغله څنګه په الوتکه کې د ښځو له قاچاقبر وژغورله؟

د انځور حقوق Shelia Fedrick
Image caption شیلیا فدریک اوس هم له هغې نجلۍ سره اړیکه لري.

کله چې شیلیا فدریک په الوتکه کې خواشینې نجلۍ ولیده ، نو اندېښنه ور سره پیدا شوه.

دا نجلۍ له ځان پوخ خو لوکس سړي سره ناسته وه.

نوموړې له اېن بی سي تلوېزون سره خبرو کې ویلي، دغه پېغلوټې داسې ښکارېدله، چې ډېر بد حالت پر تېر شوی دی.

فدریک زیاتوي، ور سره سړي به له هغې سره د خبرو اجازه نه ور کوله.

* یوه پیغله جلۍ څه چانسونه لري؟

* نیمروز؛ ایران او اروپا ته د قاچاق کېدونکو افغانانو لومړی تمځی

* زرګري ژبه؛ هغه سریال چې اروپا ته د افغانانو د تګ مخنیوی غواړي

اغلې فدریک د الوتکې په تشناب کې دغې نجلۍ ته یادښت پرېښود، او دغې پېغلوټې هم روښانه کړه چې لاسنیوي ته اړتیا لري.

وروسته معلومه شوه چې دا نجلۍ د انساني قاچاق قرباني ده او ویې ژغورله.

پیلوټ هوایي ډګر ته تر رسېدلو مخکې پولیس خبر کړل او هغوی د الوتکې له ناستې مخکې منتظر وو.

د الاسکا یوه هوايي کرښه کې د ۲۰۱۱ کال دا پېښه دا اونۍ په امریکايي رسنیو کې خپره شوه چې په دا مهال د هوایي کرښې استازي په نوم یوه خیریه اداره وايي، له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د هوایي کرښې کارکوونکي روزي.

د انساني قاچاق قرباني څنګه وژغور؟

د انځور حقوق Getty Images News
Image caption په امریکا کې تېر کال د انساني قاچاق اوو زرو ډېرې پېښې رپوټ شوې دي.

د دې ډلې وېبپاڼه وايي، ممکن د انساني قاچاق قرباني د هغو کسانو له لیدلو ووېرېږي، چې امنیتي یونیفرم لري، ځکه له خپل منزل او عصابو هم ډاډمن نه وي.

"دوی ممکن نامناسبې جامې اغوستې وی او سم ځوابونه هم ونه وايي".

د دوی په خبره، همدارنګه انساني قاچاقبر ممکن د قرباني په ځای ځواب ووايي، پرلپسې قرباني وڅاري، خو ممکن نوم ا و شخصي معلومات یې ونه لري.

د دې ډلې بنسټګر نانسي رېورډ له اېن بي سي سره په خبرو کې ویلي، "موږ خلکو ته وایو چې تاسو د قرباني د ژغورلو هڅه مه کوئ، ځکه ممکن پخپله او یا هم قرباني له خطر سره مخ کړئ".

* خلک ولې د درغليو یا ټګيو قرباني کېږي؟

* مختار بلمختار... "قاچاقبر، مجاهد که سوداګر"

* پاکستان کې د پېریانو لری کولو په نامه جلۍ وژل شوې

د الوتکې له خدمتګارانو د هوايي کرښې استازي غواړي چې له چا سره د ټکر یا ناڅرګندې اندېښنې او بد ګوماني ښودلو پر ځای، له پیلوټ وغواړي چې له راتلونکي هوايي ډګر سره خبرې وکړي.

د اغلې فدریک په پېښه کې هغې دغه د انساني قاچاق قرباني په اشارې سره د الوتکې تشناب ته سیخه کړې او اړیکه یې ور سره جوړه کړې ده.

هغې له لس نیوز سره په خبرو کې ویلي، په هینداره کې یې دې پېغلوټې ته یادښت اېښی، چې بیا دغې نجلۍ "پر لیکلي و، مرسته غواړي".

دا نجلۍ اوس کالج ته ځي او له اغلې فدریک سره اړیکه لري.

د رسمي شمېرو له مخې پر ۲۰۱۶ کال په امریکا کې د انساني قاچاق ۷ زره ۵۷۲ پېښې رپوټ شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هوايي کرښې استازي د الوتکو له کارکوونکو غواړي چې د شکمن کس په لیدلو سره د پیلوټ له لارې له راتلونکي هوايي ډګر سره اړیکه ونیسئ.