پاکستان کې د شاه رخ خان پر نوي فلم ' رییس ' بندیز لګېدلی
پاکستان کې د هندي فلمي ستوري شاه رخ خان نوي فلم ' رییس ' نندارې ته وړاندې کونکې اداره وايي، دغه هېواد کې پر یاد فلم بندیز لګېدلی.
په دغه فلم کې پاکستانۍ فلمي لوبغاړې ماهره خان هم رول لوبولی.
په پام کې وه، چې دغه فلم د فبرورۍ په دویمه نېټه نندارې ته وړاندې شي.
پاکستان فلم سانسور بورډ ' سي بي ایف سي ' رسماً نه دي ویلي، چې ولې یې پر دغه فلم بندیز لګولی، خو د بورډ یوه چارواکي بي بي سي اردو ته ویلي، چې د بندیز یو سبب په فلم کې د ' ترهګرو او مجرمانو ' په توګه د مسلمانانو وړاندې کول دي.
د دغه چارواکي په وینا فلم کې یو شمېر صحنې ' پر یوه ځانګړې فرقې 'د تعرض په معانا دي.
اکتوبر کې، چې فلم نندارې ته وړاندې شو، هند کې شیعه مسلمانانو د فلم پر هغو برخو اعتراض کړی و، چې مذهبي مراسم په کې انځور شوي دي.
د دغه فلم کېسه د یوه مافیايي مشر رییس عالم ژوند انځوروي، چې مسلمان دی او په لوېدیځ ګجرات ایالت کې یې د شرابو پلور یوه مافیا جوړه کړې.
دغه ایالت کې د شرابو پېر او پلور ممنوع اعلان شوی.
ایور ریډي پکچرز هغه اداره ده، چې پاکستان کې یې د دغه فلم نندارې ته وړاندې کولو حقوق درلودل.
دوی بي بي سي ته ویلي، سانسور بورډ د جمعې پر ورځ فلم کتلی او پر دوشنبې یې دوی ته ویلي، چې دغه فلم باید نندارې ته وړاندې نه شي.
بل لور ته یوه پاکستاني فلم جوړونکي جامي محمود پر دغه پرېکړه نیوکه کړې:
'' خلک باید د نورو د فکرونو زغمل زده کړي. موږ باید هندي فلمونه د هندي ذهنیت له اړخه وګورو، هغسې چې ایراني فلمونه په متحدو ایالتونو کې کتل کېږي. ''
پاکستان ۱۹۶۵ کال کې له هند سره له جګړې وروسته په یو شمېر هندي فلمونو بندیز ولګاوه او ۱۹۷۱ کال کې یې د بنګله دېش له جګړې وروسته د هندي فلمونو په واردولو بشپړ بندیز ولګاوه.
دغه کړنه په تدریجي ډول پاکستان کې د فلمي صنعت د زوال سبب شوه او د سینما کلتور، چې یو مهال اوج ته رسېدلی و، دې سره ورو ورو مخ پر ځوړ شو.
۲۰۰۷ کال کې پاکستان دغه بندیز بېرته لرې کړ. هندي فلمونه پاکستان کې ډېر مینه وال لري او د دغه هېواد په لویو ښارونو کې د ملټي فلیکس سینماګانو له رامنځته کېدو سره یې عاید په ډېرېدو دی.