نیمروز؛ د سیند پرغاړه تږی ولس
په نیمروز ولایت کې د کلیو پراختیا وزارت د پنځه ویشت میلیونو ډالرو په لګولو د څښاک د اوبو ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
د نیمروز د ولایتي مرکز زرنج اوسېدونکي هر سهار د یوه ساعت لپاره له ایرانه ورغلو اوبو پسې ساعتونه ساعتونه انتظار کوي چې د ورځې اړتیا پرې پوره کړي.
چارواکي وايي، دغلته د اوبو د وېش او بېل ټولونې چارې د خلکو کړاو ډېر کړی.
نیمروز؛ افغان خاوره کې ایراني تومان چلېږي
د نیمروز بلوڅانو پېړۍ وړاندې خپلې کیسې او کلتور ساتلی
زموږ همکار سیدعبدالله نظامي د ژمي په یوه ساړه سهار وختي د زرنجوالو د اوبو ستونزو ليدو ته ورغلی دی.
د سهار خړه لا نه وه خوره چې لیدل مې د یوه نري نل اوبو ته دومره لوی کتار ولاړ و فکر مې نه کاوه ګرده ورځ دې هم یو چاته وار ورشي.
ښځې او ماشومان هم د اوبو له تشو لوښو سره د زرنج ښار په هغه کوڅه کې ولاړ دي چې د اوبو نل په کې هر سهار د یوه ساعت لپاره بهېږي.
لال بي بي له یخنۍ رېږدېدله او غږېدله راته چې د اوبو پر کړاو څومره کړېدلې ده:
"د همدې اوبو لپاره د والي دفتر ته ورغلم ومې ژړل اوښکې مې تویې کړې د دغو تور سرو لپاره په دې ګرمۍ کې دې ښځو دغلته په سپيره ځمکه شپې تېرې کړې دي."
په زرنج کې د اوبو د ستونزې د اواري لپاره د کلیو پراختیا وزارت پنځه ویشت میلیونه امریکايي ډالر لګولي، خو ما چې له خلکو اورېده وايي پروژه یې بې ګټه ده همداسې مې د نیمروز له والي محمد سمع صمیم نه هم وپوښتل:
"که څوک ځان ته متر کېنوي نو هو اوبه ورته رسېږي، شبکه کور په کور غځیدلې. متر د دوی خپل کار دی چې باید نصب یې کړي. شبکه ډېره ښه شبکه ده او د کلیو پراختیا وزارت له خوا د افغانستان له اختیاري بودیجې تمویل شوې ده."
ښايي دا یوازېنی افغان ښار وي چې خلک یې په اوبو پیسې ورکوي او لا هم پرې ښاد نه دي.
د نیمروز لویې او پراخې ځمکې هم سوکړه دي، کروندګر خپلې ټولې هیلې د باران په اوبو پسې تړي، افغان ولسمشر د اوبو او کرنې په نورو برخو کې د اوږدمهال پروژو پلې کول خپل لومړیتوبونه یاد کړي.
نیمروز؛ ایران او اروپا ته د قاچاق کېدونکو افغانانو لومړی تمځی