مډونا ته د دوو ماشومانو د اولاد په توګه منلو اجازه
د امریکا یوې وتلې سندرغاړې مډونا د ملاوي هېواد له محکمې د خپلو اولادونو په توګه د دوو ماشومانو د منلو اجازه تر لاسه کړه.
آغلې مډونا له مودې راهيسې له افريقايي هېوادونو سره د مرستې په موخه خيريه بنسټ جوړ کړی، چې دا ځل يې د یوه افریقايي هېواد ملاوي دوه ماشومان په فرزندۍ یا د خپلو اولادونو په توګه ومنل.
مډونا تر دې پخوا هم له دغو هېوادونو دوه ماشومان په فرزندۍ اخیستي دي.
مډونا تر ټولو زياته پيسې ګټونکې ستورې ده
د سې شنبې په ورځ په ملاوي کې محکمې مډونا ته د څلور کلنو غبرګونیو د منلو اجازه ورکړه.
د دې دوه مخکیني ماشومان هم د ملاوي دي.
په ملاوي کې د قضايي پلاوي ویاند ملینګا مفولا فرانس پرېس خپري اژانس ته ویلي: "موږ تاییدوو چې اوس مډونا د دوو ماشومانو لرلو حق لري، دواړه ماشومان "استیر" او "سټیلا" غبرګوني دي."
د د اولاد په توګه د دغه هېواد د دوو مخکینیو ماشومانو له منل کېدو سره ملاوي کې غوسه راوپارېده او حکومت یې د بل هېواد یوې سندرغاړې ته د دغه هېواد د وګړو د ورکړې له کبله د قوانینو په سرغړونې تورن کړی.
مډونا او انجیلینا جولي د افغان نجونو تعلیم سره مرسته کوي
مفولا زیاتوي، مډونا د محکمې د حکم اورولو پرمهال د محکمې په انګړ کې وه چې د حکم له اورېدو وروسته یې له خوښۍ په خولې موسکا خپره شوه.
د یادو دوو ماشومانو په اړه ډېر جزییات ځکه نه دي ورکړل شوي، چې وايي له قانون سره په ټکر کې کار دی.
۵۸ کلنې مډونا، په ۲۰۰۶ کال د ملاوي ډیویډ بانډا او په ۲۰۰۹ کال د میرسي جیمز په نومونو دوه نور ماشومان د اولاد په توګه منلي وو.
دغه سندرغاړې دوه نور ماشومان هم لري چې نومونه یې لورډز او روکو دي.
مډونا په ۲۰۰۶ کال د افریقا په جنوب ختیځ ملاوي کې د روغتیايي او تعلیمي پروګرامونو یوه غیر انتفاعي خیریه ټولنه جوړه کړې، چې تر ډېره له نجونو سره مرسته کوي.