BBC
 شاته

د برتانیا پولیسو ۲۲ میلیونه پونډ پر خبررسوونکو لګولي دي

Police officer talking to man د انځور حقوق Met Police

د بي بي سي له خوا ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې پولیسو په ټولې برتانیا کې لږ تر لږه ۲۲ میلیون پونډ مخبرانو ته ورکړي.

د مالوماتو پر بنسټ ترټولو ډېرې پیسې، د پولیسو تر ټولو لوی ځواک مېتروپولیتن لګولي.

دغه ځواک له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۶ کاله ۵.۲ میلیون پونډ مصرف کړي.

سره له دې چې د ملي پولیسو د مشرانو شورا وايي دا کم لګښته تکتیک دی خو یوه نیوکګر وویل له لګښت سره سره "د جرمونو لړۍ" نه دی درېدلې.

د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل: "دا د پولیسو د عملیاتو لپاره مهمه موضوع ده. خبررسوونکي د مالوماتو اهمیت ته په کتو پيسې ترلاسه کوي، د لومړنیو مالوماتو د رسولو لپاره یو څو پونډه او د سازمان ورکړل شوو جرمونو د شنډولو لپاره تر زرګونو پونډه اخلي".

لندن پولیس د پاکستاني سیاستوالو په باب څېړنې کوي

ویډیو بريتانيا کې ښځينه پوليسې

نور عنایت خان، که هندۍ جاسوسه شهزادګۍ

پیسې ډېری مهال د جرمونو په اړه د مالوماتو د راټولولو او د وژنې، ترهګرۍ او د جنسي تېریو په ډول د جرمونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي. همدارنګه د قیمتي غلا شوو توکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هم کارېږي.

د پولیسو یوه پخواني مخفي افسر روني هووارد وویل چې ده به په دوامدار ډول مخبرانو ته پیسې ورکولې، او یو ځل یې ۱۲ میاشتو کې ۱۵۰۰۰ پونډه ورکړل چې د درې میلیون پونډو په ارزښت چرس ترلاسه کړي.

هغه وویل خبررسوونکي ډېری مهال وروسته له هغه په کار ګمارل کېدل چې د پولیسو له خوا نیول کېدل او بیا ورته یا د پیسو وړاندیز کېده او یا هم په محکمه کې د بند پر ډول د جوړجاړي.

داسې شمېرې په لاس کې نشته چې وښيي پر مخبرانو د دغه لګښت په بدل کې څومره کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي خو د ملي پولیسو د مشرانو شورا له دغې چارې دفاع کوي.

د یوه مشر پولیس مرستیال راجر بنستر وايي "ترلاسه شوي مالومات له موږ سره مرسته کوي چې د ډېرو جدي جرمونو مخه ونیسو او محکمې ته د مجرمینو په راوستلو کې حیاتي ونډه لري... دا ډېره اغېزمنه لار ده او د پیسو د لګېدو څرنګوالی له نژدې څارو".

د لندن سیل ځایونو کې ګرځنده روباټونه

د نوي میلادي کال په درشل کې بریتانیا کې سخت امنیتي تدابیر

د پولیسو له افسرانو هرکال د دې پوښتنه کېږي چې له مالوماتو او سرچینو څنګه ګټه پورته کوي او د څار د کمشنرانو اداره دې ته کتنه کوي چې په دې جریان کې قانون تر پښو لاندې نشي.