BBC
 شاته

چین کې د ګډ تصویر لپاره د یوې کورنۍ ۵۰۰ غړي یو ځای شوي

د انځور حقوق ZHANG LIANGZONG

چین کې د یوې کورنۍ ۵۰۰ غړي د یوه ګډ تصویر لپاره یو ځای شوي وو. دغه تصویر د چین ختیځ ژیجیانګ ایالت په شیشي کلي کې د کورنۍ یو ځای کېدو پر مهال اخیستل شوی دی.

تصویر تېره اونۍ چین کې د نوي کال رادبره کېدو پر مهال اخیستل شوی.

د چین اوسېدونکي د کال پر لومړۍ ورځ یو ځای کېږي او میلمستیا ګانې کوي.

د مایکل جکسن د کورنۍ له شکایت وروسته سکای خپل پروګرام وځنډاوه

د بوتان د کوچني شهزاده د کلیزې هرکلی

دغه تصویر عکاس ژانګ لیانګزوک د ډرون له لارې اخیستی دی. نوموړي بي بي سي ته وویل، رین کورنۍ همدې شیشي کلي کې ۸۵۱ کلنه مخنیه لري، خو وايي له تېرو اتو لسیزو راهیسې دوی نه وو یو ځای شوي.

هغه وايي د کلي سپین ږیرو د دغې کورنۍ شجره رابرسېره کړې او ورته معلومه شوه، چې د یادې کورنۍ لږ تر لږه ۲۰۰۰ غړي ژوندي دي، چې د اوو نسلونو استازیتوب کوي.

دوی وتوانېدل د یادې کورنۍ ۵۰۰ غړي یو ځای کړي او د کورنۍ دغه غړي له بیجینګ، شنګهای، شینجیانګ او تایوانه د خپلو نیکونو کلي ته راغلي وو.

د کلي مشر رین تاونجي دولتي خبري اژانس ژینهوا ته ویلي:

''یو لامل دا و، چې پوه شو، زموږ نسلونه چېرې وېشلي دي، دوی تر کومو ځایونو رسېدلي او کوم ځای کې یې سفر پای ته رسېدلی دی. ''

د انځور حقوق ZHANG LIANGZONG

د کورنۍ غړو یو ځای کېدو په تړاو د چین پر ټولیزو رسنیو تاوده بحثونه او ټوکې ټکالې هم شوې.

د ویېبو نومي چینايي ټولنیزې پاڼې کاروونکو د چین هغه دود یادونه کړي، چې د نوي کال مراسمو کې د کورنۍ مشران د کورنۍ کشرانو ته نغدې پېسې ورکوي.

یوه کاروونکي لیکلي، چې د دغې کورنۍ کشران به د پېسو په ټولو ستړي شي.