BBC
 شاته

قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو پر چمتووالي هره اونۍ ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي

د انځور حقوق Getty Images

د قطر مالیې وزیر وايي، د دغه هېواد حکومت د فوټبال ۲۰۲۲ کال فیفا نړیوال جام سیالیو پر چمتووالي هره اونۍ ۵۰۰ میلیونه ډالره لګښت کوي.

د مالیې وزیر علي العمادي وايي، داسې احتمال شته، چې د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتووالي دغه لګښت به له دریو تر څلورو کلونو پورې دوام وکړي.

دغو پروژو کې د نویو لوبغالیو، لویو لارو او اورګاډي پټلیو رغوونه شامل دي.

قطر د بهرنیو کارګرو لپاره د کفالې جنجالي سیستم ختموي

قطر د بهرنیو کارګرو لپاره د کفالې جنجالي سیستم ختموي

قطر د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام لپاره ۲۰۰ بیلیونه ډالر لګوي. خو د ماليې وزیر هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې د ۲۰۲۲ نړیوال جام به د تېرو دغه ډول سیالیو پرتله ډېر لګښت ولري. برازیل د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام پر سیالیو ۱۱ بیلیونه ډالر لګښت کړی و، خو روسیې د ۲۰۱۸ کال سیالیو لپاره ټولټال لګښت کې ۳۲۱ میلیونه ډالر زیات کړي دي.

برازیل د نړیوال جام لپاره د لوبغالیو جوړولو لړ کې له ستونزو سره مخامخ و، خو د ښاغلي علي په وینا قطر دې لړ کې نژدې ۹۰ سلنه هوکړې کړې دي او دوه دریېمه برخه به راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بشپړې شي.

نوموړی وايي، موږ غواړو ځان ته دومره وخت ورکړو، چې د سیالیو له پیله مخکې دغه پروژې بشپړې کړو.

د انځور حقوق Photoshot

هغه وايي، موږ نه غواړو، چې یوه لور ته خلک سیالیو ته را روان وي او بل لور ته موږ دیوالونه رنګوو. قطر کې د نړیوال جام سیالیو لپاره د ودانیزو چارو شرکتونو له بهره زرګونه مزدوران دغه هېواد ته بللي، چې ډېری یې د سویلي اسیا اوسېدونکي دي.

بل لور ته د بشري حقونو فعالان وايي، دغه مزدوران په سختو شرایطو کې کار کوي او حقونه یې تر پښو لاندې کېږي. خو قطر حکومت دغه ادعاوې بې ځایه بولي او ردوي یې. علي العمادي ویلي، د نفتو او ګازو د بیو له کبله به د نړیوال جام سیالیو لګښتونه کم نه شي.

تېر کال د قطر بودیجه کې ۱۲ اعشاریه اته میلیارده ډالره کسر اټکل شوی و او د ۲۰۱۷ کال لپاره دغه اټکل اووه اعشاریه اته میلیارده ډالره دی.