BBC
 شاته

د پاکستان ولسمشر: نور خلک زموږ او افغانستان ترمنځ اړیکي خرابوي

حسین د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی حسین وايي، د اسلام اباد او کابل ترمنځ په بې باروۍ کې د نورو خلکو لاس دی.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وايي، د دوی او افغانستان ترمنځ تاريخي اړيکي شته، خو اوس، د ده په وینا، د بل چا په خوله د دوی ترمنځ واټن زیات شوی دی. ښاغلي حسین وویل، د دوی هېواد تل په افغانستان کې سوله غواړي.

ممنون حسین زیاته کړه، ده په وار وار افغان مشرانو ته ویلي، چې که په پاکستان کوم تور پورې کېږي، نو باید لومړی يې له پاکستانه پوښتنه وشي، ځکه چې د ده په وینا د اسلام اباد او کابل ترمنځ په بې باروۍ کې د نورو خلکو لاس دی.

خو ده "نورخلک " ونه نومول چې څوک ښيي.

غني: افغانان خیرات نه، بلکې له هر چا سره ښه اړیکي غواړي

د تحصيلي بورسونه وېش بايد په کوم معیار وي

ویډیو اسفندیار ولي- پاکستان کې د سیاست پرېکړې حکیم الله مسعود کوي

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دا خبري په اسلام اباد کې په سلګونو هغو افغان زده کوونکو ته په وینا کې کړي چې د دغه هېواد د لوړو زده کړو کمیسيون له خوا ورته يوه غونډه جوړه شوې وه او په غونډه کې يې د افغان زده کوونکو لپاره د درې زره بورسونو د ورکړې اعلان وکړ.

اسلام اباد د افغانستان د زده کوونکو لپاره دغه درې زره بورسونه په داسې حال کې اعلانوي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او پر ډیورند کرښې نښتو سیاسي اړیکي خړ پړې کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال ډېرو کډوالو د پاکستاني امنیتي ځواکونو له بد چلنده سرټکاوه.

کابل او ډېری افغانان تل پاکستان د افغانستان په ورانيو کې په لاس لرلو تورنوي او وايي چې د افغان دولت د مخالفنینو ملاتړ کوي، څه چې پاکستان یې تل ردوي.

په دغه غونډه کې برخوالو ډېری افغان زده کوونکو، که څه هم د پاکستان دغه ګام د ستاینې وړ وباله، خو ځينو يې بیا ویل چې د دغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پیدا شوې بدبینۍ د له منځه وړلو لپاره، تر دې ډېرو هڅو ته اړتیا شته.

د نرګس په نامه په اسلام اباد کې یوې افغانې محصلې له بي بي سي سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې کېدای شي له داسې ګامونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي.

طالبان- پاکستان حکومت د ګواښ او پروپاګند سیاست کوي

پاکستان او افغانستان، نامالوم راتلونکی

د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسيون له خوا رابلل شوې دې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې فریده مومند د پاکستان له دولت، ولس او د دغه هېواد د لوړو زده کړو له کمیسيون څخه مننه وکړه، چې د افغان لوستونکو لپاره يې بورسونه اعلان کړي.