شاته

اروزګان کې افغان ځواکونو له طالبانو څخه یو شمیر سیمې نیولي

د اروزګان ولایت حکومتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ افغان ځواکونو د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په شمال ختیځ او شمالي سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي.

د اروزګان والي محمد نذیر خروټي نن په ترینکوټ کې یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، نظامي عملیات تیره ورځ پیل شوي او په ترڅ کې يې د ترینکوټ ښار بیدک، ساتنمن غونډۍ، سره کلا، سفرکاریز، چینارک لوړ او کښته باغر سیمې د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکي شوې دي.

ده زیاته کړه چې په دغو سیمو کې ۲۰ شل ځای پر ځای شوي ماینونه هم د لارو له سر څخه پاک کړي.

د اروزګان امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چې په روانو پوځی عملیاتو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو دقیق شمېر يې په ډاګه نکړ.

د اروزګان له نا امنیو څخه ۴ میاشتې پوره شوې او ۲ ځله وسله والو په ډله ییزو بریدونو کې د ترینکوټ د سقوط هڅه هم وکړه چې افغان ځواکونو يې مخه ونیوله.

د اروزګان ولایتي مقامات وايي چې د پيل شویو نظامي عملیاتو په ترڅ کې به د اروزګان د مرکز ترینکوټ ټولې هغه سیمې د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکې کړي چې وسله والو پکښې له څو میاشتو راهیسې مرکزونه جوړ کړي.

وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.