شاته

بلخ د والي له نشتوالي سرټکوي

د بلخ ولایتي شورا وایي د سرپرست والي عطا محمد نور د نشتوالي له امله د ولایت اداري کارونه او پروگرامونه ځنډیدلي دي.

د هیواد یو شمیر وزارتونه، ولایتونو او ریاستونه د سرپرستو مسولینو له خوا اداره کیږي. بلخ هم په تیرو دوه نیمو کالو کې د سرپرست والي له خوا اداره کیږي خو هغه له تیرو شپږو میاشتو راهیسي په کابل کې دی.

د بلخ د ولایتي شورا غړي وايي چې د سرپرستانو لخوا د دولتي ادارو پر مخ وړل دولتي چارې ټکنۍ کړې دي او زیاتوي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د والي د نشتوالي له امله د ولایت کارونه ځنډیدلي دي.

د بلخ د ولایتي شورا ریس ډاکتر محمد افضل حدید وايي "یو شمیر مسولین د سرپرست چارواکي په ډول د ادارو مسولیت د ځان لپاره د موقف ضعف ګڼي، که دغه ډول مسولین سرپرست پاتي شي ورځ تر بلې به یې له کار سره مینه کمه شي او پر دولتي ادارو به د ولس باور کم شي".

د بلخ پوهنتون استاد جمشید فردي وايي "که د ولایت لومړی شخص په ولایت کې نه وي، پروګرامونه نه عملي کیږي، او د ښې حکومتولۍ چارې له ننګونو سره مخ کیږي".

عطا محمد نور وایي د ملی وحدت په حکومت کې د جمعیت پوره سهم غواړي.

عطا محمد نور وایي د ملی وحدت په حکومت کې د جمعیت پوره سهم غواړي.

د بلخ د والي وياند منیر فرهاد وایي چې په بلخ کې د سرپرست والي نشتوالی د ولایت پر چارو اغیز نه دی کړی "والي صیب فعلا له مرکزي مسولینو او جمهور رئیس سره په خبرو اترو بوخت دی، خو د اداري اجراتو په برخه کې هیڅ ډول کار په بلخ کې د والي د نشتوالي له امله نه دی ځنډیدلی."

په بلخ کې له ولایت پرته یو شمیر ریاستونه هم سرپرست رئیسان لري.

د ولایتي شورا غړی شجاع الدین هم د چارواکو له نشتوالي سر ټکوي چې کارونه نه کیږي "هره ورځ له ستونزو سره مخ کیږو خلک ولایتي شورا ته مراجعه کوي، هلته مسولین نه وي، ورته ویل کیږي چې باید انتظار وباسي."

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له تیرو شپږو میاشتو راهیسي د جمعیت ګوند په استازيتوب له جمهور رئیس اشراف غني سره په سیاسي خبرو بوخت دی او د ولایت چارې یې سرپرست معاون ته پریښي دي.