شاته

د فرانسی انتخابات اود هولوگرام ټکنالوجي

کاندیدانوپه رسمي توگه خپله انتخاباتي مبارزه د شنبی او یکشنبی په ورځ پیل کړه ددی لپاره چې ځانونه يي ترممکن حد پوری رایه ورکونکوته رسولي وي افراطی کیڼ اړخي کاندید د هولوگرام ټکنالوجې نه کار اخیستی دی چې په یووخت په دوه ځایونو کې ښکاره شي.

د نه مطیع فرانسی په نامه د تحریک مشر (ژالومیلنشن ) د جمهوري ریاست د مقام لپاره خپله انتخاباتي مبارزه د یکشنبی په ورځ په (لیون) کې د یوي غونډي په وخت کې پیل کړه.

مگر ده په عینی وخت کې د هولوگرام له لاري په پاریس کې په یوه بله غونډه کې رایه ورکونکو ته وینا وکړه . دی وايي،

«دي ته له نژدی نه نظرواچوي. مطالعه وکړي او هغه څوک قانع کړی چې ستاسی په شاوخوا کې دي. د خوږو الفاظو ترتآثیر لاندی رانشي.دي ته نظرواچوي چې موږاوس څه کوواو همدا علت دی چې موږ ته پکار ده چې د فرانسي جمهوری شاهي ړنگه کړو.»

پخوانی سوشیالست (میلنشن) لکه څنگه چې دی وايی، د سیاسی گوندونو د چوکاټ نه بهر انتخاباتی مبارزه کوی.دی خپل ځان د افراطۍ ښي لاسي کاندیدي ( مرین لیپن) یومهم مخالف گڼی. لوپن هم د یکشنبی په ورځ خپله انتخاباتي مبارزه په ( لیون ) کې پیل کړه. د ملی جبهي مشره په نړیوال کیدو او اسلام باندی انتقاد کوی.هغه وايي،

«دغه دواړه مفکوري غواړی چې فرانسه په گونډو کړی. له یوي خوا دغه مفکوره نړیوال مالي کیدل دي. له بلی خوا د افراطی اسلامی مفکوره دمذهب په باره کې ده. لي پین ژمنه وکړه چې که وټاکل شی نو په شپږو میاشتوکې به بریتانوی ډوله ریفرنډم وکړی.»

تراوسه پوری (میلنشن ) لوپین ته په ولسي صحنه کې جدی گواښ ندی مگر ښايی چې نور کاندیدان وي. له دغو کاندیدانونه یويي (بنواهامن) دی چې د اپریل د میاشتی په انتخاباتوکې به د حاکم سوشیالست گوند نمایندگی وکړی. په پخواني صدراعظم ( مینول وال ) باندې د یکشنبی د ورځی له بري نه وروسته ( هامن ) وویل، دی به (میلنشن ) سره د ائتلافی حکومت په جوړیدو کې موافقی ته ورسیږی چې ښایی په عمومی انتخاباتو کې د بري ښه چانس وي.

مگر ښايی چې نوی مستقل کاندید به د سوشیالستانو لپاره حالت پیچلي کړي. د اقتصاد او صنایعو پخوانی وزیر او د (مارش ) په نامه د نوی سیاسی تحریک مشر (مینول مکران ) د مرکزي موقف نه ځان کاندیدوي. ده د شنبی په ورځ په (لیون )کې په (لوپین) باندی ملنډي ووهلې. مینول مکران وايي،

«ځیني خلک دعوه کوي چې د خلکو لپاره خبري کوی مگر دوی فقط د بل چا په خوله غږیږی.»

د عامه افکارو سروي گاني ښيي چې لی پین به د اپریل د میاشتی په ( ٢٣ ) نیټه د لومړی پړاو انتخابات وگټی مگر اټکل کیږی چې مکرون به لی پین ته د می د میاشتی په (٧) نیټه په دوهم ځلي انتخاباتوکې ماتې ورکړي.