شاته

ټرمپ ټېنګار وکړ چې د امریکا پوځ به لا قوي کړي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د ناټو د ځینو غړو هېوادونو له لورې دغه سازمان ته پر ټاکل شوې نظامي بودیجې انتقاد وکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل هوډ یې کړی چې د متحدو ایالتونو نظامي ځواک به لا غښتلی کوي. په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا نظامي بودیجه ۵۹۸ میلیارده ډالرو ته ورسېدله.

دا شمېره د برتانیا، چین، روسیې، سعودي، فرانسې او جاپان له نظامي بودیجې څخه زیاته وه. دغو اوو هېوادونو په ۲۰۱۵ کال کې ۵۶۷ میلیارده ډالره نظامي بودیجه لرله.

تېرکال مخکني ولسمشر بارک اوباما د نظامي بودیجې لپاره د ۶۲۵ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه چې ۵۱ میلیارد یې د افغانستان او عراق غوندې هېوادونو کې د جنګ لپاره په پام کې نیول شوي وو.

د داعش ماتول

ښاغلي ټرمپ چې د دوشنبې (فبروري-۶) په ورځ د مکډیل په هوايي اډې کې د متحدو ایالتونو په مرکزي قومندانۍ کې خبرې کولې د داعش او اسلامي افراطیت په ورک کولو او ځپلو ټېنګار وکړ.

نوموړي وویل "نن په یو غږ ورانکارو ته وایو چې امریکا او ملګري به یې تاسو وځپي. موږ به افراطي اسلام ماتو او هغوی ته به په خپل هېواد کې د رېښې غزولو اجازه ورنکړو".

ښاغلي ټرمپ همدغه راز وویل دغې ترهګرې ډلې هوډ لري چې یو وارې بیا پر امریکا برید وکړي "له داسې یو دښمن سره مخامخ یو چې قتلونه او بربادۍ لمانځي. اسلامي افرطیان او ترهګر هوډ لري چې د سپتمبر د یولسمې د بریدونو په څېر یو وارې بیا زموږ پر هېواد برید وکړي. له باسټن نه نیولې تر اورلنډو، سن برناردینو او په ټولې اروپا کې دوی بریدونه وکړل".

له ناټو سره د ټرمپ اړیکي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ همدغه راز د ناټو سازمان ته ډاډ ورکړ چې د ده حکومت به یې ملا وروتړي. د هغه په اړه داسې انګېرنې وي چې شاید له ناټو سره ښې اړیکې ونه پالي.

خو ټرمپ د ناټو له ځینو غړو هېوادونو وغوښتل چې له دغه سازمان سره په مالي برخه کې لویه ونډه واخلي. ولسمشر ټرمپ وايي دا مهال امریکا د دغه سازمان لویه مالې ملاتړې ده.

ښاغلی ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره اونۍ یې امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر راتګ موقتي بندیز ولګاوه. د هغه دغه کار په امریکا کې او له امریکا څخه د باندې د خلکو او سیاستوالو قوي غبرګونونه راوپارول.