شاته

کاناډا کې غیر مسلمانانو د مسلمانانو د جومات امنیت ونیوه

د کاناډا په کوبېک کې لسګونو یهودیانو، مسیحیانو او د نورو مذهبونو فعالانو د جمعې د لمانځه پر مهال له مسلمانانو سوله ییزه امنیتي حلقه تاوه کړه، چې په ارامه خپل لمونځ وکړي.

په اصل کې د دوی د دغه کار هدف هغه برید ته ځواب ویل وو، چې په کې په یو جومات کې پنځه مسلمانان ووژل شول.

دغه خلک چې شمېره یې تر ۱۰۰ زیات و، د کوبېګ ښار د امداد الاسلام په مرکز کې راټول شوي وو، له یو بل سره یې لاسونه ورکړل او له مسلمانانو نه یې د " سولي حلقه" تاوه کړه.

دغه کار په اصل کې د هغو مسلمانانو د هغه کار څخه الهام و، چې دوه کاله مخکې په ناروې کې یې د یهودیانو پر یوې ټولنې له برید وروسته کړی و.

د یو اسلامي مرکز مشر الیاس علي د سي بي سي راډیو مېټرو مارنینګ خپرونې ته وویل چې په دغه کار سره د خلکو ترمنځ یوالی نور هم غښتلی کیږی.

هغه وویل کله چې یهودیان، مسیحیان او د نورو مذهبونو خلک د مسلمانانو ترڅنګ دریږي، تاسو ته ډاډ او اطمینان درکوي چې یوازې نه یاست.

د دغو مراسمو یو بل برخوال عبدالاهي شتابي وویل چې د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ یو والی او مرسته خلکو ته نورې هیلې او امیدونه ورکوي.

د کاناډا په کوبیک ښار کې د یکشنبې د ورځې په حملې کې شپږ مسلمانان ووژل شول او اته تنه ټپیان شول. د پولیسو په وینا د دې پیښې قرباینان د ٣٥ او ٧٠ کلونو تر منځ عمرونه درلودل. پولیس وایي چې دوه تورن کسان یې نیولي دي.

د کاناډا صدراعظم جستن پر یو جومات باندې د وسله والو کسانو ډزې "پر مسلمانانو باندې تروریستي برید" ګڼلی دی او هغه یې سخت غندلی دی.