شاته

افغانستان الف له زمبابوې الف نه څلورمه لوبه هم وګټله

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله له زمبابوې الف څخه څلورمه لوبه هم وګټله. دا لوبه د جمعې په ورځ ( فبرورۍ۳) د زمبابوې د حرارې په میدان کې وشوه.

زمبابوې په ۵۰ اورونو کې افغانستان الف ته د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ، چې افغانستان د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره او څلورمه پرلپسې لوبه یې وګټله.

په افغان منډه جوړوونکو کې وحیدالله شفق ۵۱ رنزونه وکړل او ترپایه ونه سوځېده.

دا د ۵۰ اورونو لوبه وه، خو د باران له کبله ۴۰ اورونو ته راکمه شوه او هدف هم ۱۶۲ وټاکل شو.

په افغان توپ اچوونکو کې نواز خان پنځه مخالف لوبغاړي وسوځول، محمد ابراهیم دوه او ضیاالرحمن اکبر هم یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان الف لوبډله له شاوخوا دریو اونیو راهېسې په زمبابوې کې ده. د الف لوبډلې کپټان شفیق الله شفق امریکا غږ اشنا ته ویلي هڅه کوي چې پنځه واړه یوه ورځنۍ سیالۍ وګټي. وروستۍ لوبه یې د یکشنبې په ورځ ده.

ټاکل شوې چې په همدې میاشت کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم زمبابوې ته د پنځو یوې ورځنیو سیالیو لپاره ولاړه شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.