شاته

چارواکي: ډرون برید کې د ملارسول خپلوان نه دي وژل شوي

د خوست ولایتي امنیتي چارواکي دا تاييدوي، چې په دغه ولايت کې د شوي هوايي بريد په ترڅ کې د طالبانو څلور سرګروپان وژل شوي، خو دا نه مني، چې ګني د ملا رسول د کورنۍ غړي هم په کې شته.

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې د چهارشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو څلور سیمه ایز سرګروپان وژل شوي، خو د ملارسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې د مشر خپلوان په وژل شوو سرګرپوپانو کې شامل نه دي.

تېره ورځ ځينو رسنيو د يو شمېر طالب چارواکو په حواله خبر ورکړی و، چې په خوست کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې چې پر يوه موټر شوی، له دغې ډلې څخه د جلا شوي طالب مشر ملا رسول زوی او د هغه خوريې هم په کې وژل شوي دي.

خو د خوست امنيه امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت امريکاغږ ته وويل، چې د صبريو ولسوالۍ د څپري په سيمه کې پر يوه سراچه موټر شوي هوايي بريد کې د طالبانو څلور سرګروپان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، دا بريد چې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته شوی، د ريجا نور، يوسف، رايفور او مجيب په نومونو مشهور سيمه ييز طالب سروګرپان وژل شوي او د سيمې اوسېدونکي دي.

د خوست د والي مرستيال شېربادشاه ارګوني هم له امريکاغږ سره په خبرو کې د يادو څلورو کسانو وژل تاييد کړل، خو په دې اړه يې ناخبري وښوده، چې ګني د ملا رسول د کورنۍ غړي په کې وژل شوي دي.

تر اوسه طالب وسله والو ددې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم د صبريو ولسوالۍ د محمدعزيز کلا ترڅنګ پر يوه سراچه موټر بې پيلوټه الوتکې بريد کړی و، چې د چارواکو په وينا د حقاني شبکې دوه سرګروپان په کې وژل شوي وو.

تراوسه د طالبانو دغو دوو ډلو د دغو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.